کابل/اسلامآباد: د افغانستان د هزاره قوم پېژندل شوي مشر او د نیشنل ریزسټنس فرنټ اړوند سیاسي څېره حاجي محمد محقق د پاکستان رول وستایه او ویې ویل چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې د پاکستان هڅو نړۍ له یوې لویې فاجعې وژغورله
حاجي محمد محقق
د راپورونو له مخې، حاجي محمد محقق په خپل بیان کې فیلډ مارشال عاصم منیر ته په خطاب کې ویلي: «ستاسو د سولې لپاره هڅو نړۍ له یوې سترې پېښې خوندي کړه»، او د پاکستان مثبت ډیپلوماټیک رول یې ارزښتناک بللی دی
هغه له پاکستان سره د اړیکو د پیاوړتیا هیله هم څرګنده کړه او ویې ویل چې د سیمې د ثبات لپاره له پاکستان سره همکاري ضروري ده، په ځانګړي ډول د افغانستان د اوسني وضعیت په نظر کې نیولو سره یاده دې وي چې حاجي محمد محقق په افغانستان کې یو مهم سیاسي شخصیت او د هزاره قوم مخکښ مشر دی، چې پخوا هم د طالبانو ضد ائتلافونو برخه پاتې شوی او په سیمهییز سیاست کې مهم رول لوبولی دی
د شنونکو په وینا، د افغان سیاسي څېرو له لوري د پاکستان د رول ستاینه دا څرګندوي چې وروستیو ډیپلوماټیکو پرمختګونو په سیمه کې د پاکستان اهمیت نور هم زیات کړی دی