د افغان مشرانو په وینا، دوی په پاکستان، په ځانګړي ډول اسلاماباد او پېښور کې ډېر ښه وخت تېر کړی او اوس په خوښۍ سره خپل هېواد ته روان دي.
له دوی څخه یوه مشر ډېره مهمه خبره وکړه: “که په یو هېواد کې خلک نه وي، نو د پرمختګ خوب هېڅکله نه شي پوره کېدای.”
هغوی هیله څرګنده کړه چې د افغانستان اوسنی حکومت به د ولس د پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړي او هېواد به د پرمختګ پر لور بوځي.
ځانګړې پېغام
دې افغان مشرانو هغه افغانانو ته چې په ېورپ او امرېکا کې وسي ،ېو ځانګړې پېغام او نصېحت وړاندې کړل، مشرانو ووېل چې دا افغانان ېاېد د پاکستان او افغانستان اولسونو ترمنځ کرکه زېاته نه کړي ،وې وېل چې ددوې کورنۍ خو ېورپ او امرېکا کې دي خو دوې په سوشل مېډېا داسې خبرې کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ نفرت زېات کړي،مشرانو ووېل دا افغانان باېد دا کار بند کړي ۔ په دې موقع د افغان کورنیو سره مې قهوه هم وڅښله.
د کوټ او کامې ولسوالۍ د هغو درنو مشرانواوځوانانو منندوی یم چې ماته یې مینه او درناوی راکړ. ما هم هغوی ته ډاډ ورکړ او کلک دعوت مې ورکړو چې زموږ حجرې او کورونه د افغان وروڼو لپاره تل پرانیستي دي، چې پر دې د ننګرهار مشرانو له ما څخه مننه وکړه