د ایران د اوسني جګړیزې ستراتیژۍ که په ټولیزه توګه وکتل شي، نو دا څرګندیږي چې هدف یې یوازې فوري پوځي برترۍ ترلاسه کول نه دي، بلکې په سیمه کې ستراتیژیک فشار رامنځته کول، مخالفین ډارول او په مذاکراتو کې ښه دریځ ترلاسه کول دي. خو پوښتنه دا ده چې آیا دا ستراتیژي خپلې موخې ترلاسه کوي، که برعکس نوي خطرونه رامنځته کوي؟
د ایران له لوري د شخړې خلیجي سیمې ته غځول په ظاهره د فشار او ډار هڅه ده، خو په عملي توګه دا کړکېچ زیاتوي. خلیجي هېوادونه چې مخکې مستقیمه برخه نه وو، اوس ځانونه ناامنه احساسوي، چې له امله یې سیمهییز اتحادونه پیاوړي کېدای شي او د ایران پر ضد صف بندي زیاتېدای شي
3. اقتصادي اغېزې او د انرژۍ خطر
د فارس خلیج د نړۍ نږدې ۲۰ سلنه د تیلو رسونه برابروي، او د هرمز تنګي له لارې هره ورځ ۱۷ څخه تر ۲۰ میلیونه بېرله تیل تېرېږي. د دې لارې بندول یا پرې فشار راوړل نړیوال اقتصاد سخت زیانمنولی شي، او د تیلو بیې تر ۱۲۰ ډالرو فی بیرل پورې لوړولی شي، چې اغېز به یې نړیوال او سیمهییز اقتصاد دواړو ته ورسېږي
قانوني او اخلاقي اړخ
د نړیوالو قوانینو له مخې، پر داسې هېوادونو برید کول چې مستقیم په جګړه کې ښکېل نه وي، د تناسب او ځان دفاع له اصولو سره په ټکر کې دی. پر ملکي زیربناوو او انرژۍ مرکزونو بریدونه انساني بحرانونه رامنځته کوي او د ایران نړیوال دریځ کمزوری کوي
منځنی ختیځ د بېلابېلو قومونو او هېوادونو ګډه سیمه ده. د کړکېچ زیاتوالی کولای شي قومي او جغرافیایي وېش نور هم ژور کړي، چې پایلې به یې د اوږدې مودې لپاره محسوسې وي او د سیمې ثبات ته به جدي ګواښ وي
که د شخړې له امله نړیوال اقتصاد زیانمن شي او بې طرفه هېوادونه هم اغېزمن شي، نو د ایران لپاره د نړیوال ملاتړ ساتل ستونزمن کېږي. دا حالت د ډیپلوماټیکې انزوا سبب کېدای شي
پایله او د حل لاره
هره جګړه یو داسې حد لري چې پکې لګښتونه له ګټو زیات شي. که ایران دې حد ته نږدې شوی وي، نو د شخړې محدودول، د ډیپلوماټیکو لارو غوره کول او سیاسي حل ته مخه کول تر ټولو غوره انتخاب ګڼل کېږي