بنوں: د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ کې د ډومېل پوليس تاڼې باندې د ځانمرګي موټر بم بريد کې ۵ کسان شهيدان شول، چې پکې ۳ ښځې او يو ماشوم هم شامل دي، او ۴ پوليس اهلکار ټپيان شول
د سيمه ييزو سرچينو په وينا، چاودنه ډېره زوروره وه چې له امله يې د پوليس سټېشن دېوال سخت زيانمن شو او دوه نږدې کورونه بشپړ ونړېدل. د ملبې لاندې د خلکو د بند پاتې کېدو او ټپي کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي
بنوں کې ځانمرګی برید
سرچينې وايي چې د چاودنې سمدستي وروسته سختې ډزې پيل شوې، چې له امله يې په سيمه کې وېره خپره شوه، او امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړه د چارواکو په وينا، په شهيدانو کې ښځې او يو ماشوم هم شامل دي، او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي، د ژغورنې چارې روانې دي
امنيتي سرچينو پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې د بريد څرنګوالی څېړل کېږي او په سيمه کې د پاکولو عمليات روان دي تر څو نور ګواښونه ختم شي