منځنی ختیځ یو ځل بیا د بارودو پر ډک ډنډ ولاړ دی. دا ځل بارود هم کارېږي او اور هم مخ په زیاتېدو دی. د ایران له لوري پر عربي هېوادونو بریدونه، د پراکسي جبهاتو بېرته راژوندي کېدل، له سور سمندر څخه تر هرمز تنګي پورې خپره شوې بېثباتي، او د نړیوالو قدرتونو چوپه صف بندي… دا ټول دا اعلان کوي چې که یو هم غلط ګام پورته شي، نو دا اور به یوازې په یوه هېواد پورې محدود پاتې نه شي.
په دې ټول وضعیت کې یو داسې عنصر شته چې د دې اور د خپرېدو مخه نیولې ده، او هغه د سعودي عرب زغم دی.
دا زغم کومه احساساتي کمزوري نه ده، بلکې یوه حساب شوې تګلاره ده. سعودي عرب که غوښتلای، مستقیم ځواب یې ورکولای شو، بلکې داسې ډېر فرصتونه راغلل چې غبرګون نه ښودل خپله یو لوی تصمیم و. د ایران او له هغه سره تړلو ډلو له لوري بریدونه وشول، بنسټیز جوړښتونه په نښه شول، سمندري لارې له خطر سره مخ شوې، خو سعودي عرب د ټوپک پر ځای صبر او حکمت د وسلې په توګه وکارول.
که دا پرېکړه برعکس وای، نن به وضعیت بل ډول و د خلیج هېوادونه به په جګړه کې ښکېل وای، د تېلو لېږد به درېدلی و، نړیوال بازارونه به لړزېدلي وای، او نړۍ به د نوي اقتصادي بحران پر غاړه ولاړه وه. خو سعودي عرب بل لوری وټاکه—جګړه یې کنټرول کړه او د پراخېدو مخه یې ونیوله
په همدې ځای کې پاکستان په پیاوړي خو خاموش ډول صحنې ته داخلېږي
د پاکستان رول دا ځل په محاذ نه، بلکې پر مېز ښکاري. له یوې خوا له سعودي عرب سره ژورې اړیکې، او له بلې خوا له ایران سره حساسه پول او د دې دواړو تر منځ داسې توازن چې هر وخت خرابېدلی شو. خو پاکستان هغه څه وکړل چې یوه مسؤله دولت ته ښایي نه یې په ښکاره ډول د یوې خوا ملاتړ وکړ، نه خاموش نندارهچي پاتې شو، بلکې د پل رول یې ولوباوه.
اسلاماباد کې د سعودي عرب، پاکستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د همدې رول یو څرګند مثال و. دا داسې شیبه وه چې وښودل شوه حتی امریکا او ایران هم پاکستان د یو باوري منځګړي په توګه منلو ته چمتو دي
چوپه ډیپلوماسي
پاکستان په یو وخت کې له واشنګټن، تهران، ریاض او بیجینګ سره اړیکې وساتلې. دا هماغه چوپه ډیپلوماسي ده چې نړۍ یې وروسته په سرلیکونو کې ویني. د وزیر اعظم شهباز شریف سیاسي لوری، د اسحاق ډار ډیپلوماتیک فعالیت او د پوځي مشرتابه ستراتیژیک همغږي دا ټول یو ځای پاکستان یو مهم اړخ ګرځولی
حقیقت دا دی چې دا رول د پاکستان لپاره یوازې انتخاب نه، بلکې اړتیا هم ده. که جګړه پراخه شي، اغېزې به یې لومړی پاکستان ته ورسېږي انرژي، سوداګري، کارموندنه او کورنی امنیت ټول اغېزمنېږي. نږدې ۵۲ لکه پاکستانیان په عربي هېوادونو کې کار کوي، چې شاوخوا ۲۳ لکه یوازې په سعودي عرب کې دي، او ۱۹ لکه په متحده عربي اماراتو کې دي
پاکستان یو منځنی مسیر غوره کړی نه بشپړ بهر، نه بشپړ دننه؛ فاصله هم لري، خو اړیکه هم. همدا هغه نقطه ده چېرته چې د سعودي عرب زغم او د پاکستان ډیپلوماسي یو بل پیاوړي کوي
خو د دې انځور بل اړخ هم شته. ډېر زغم کله ناکله مقابل لوری لا زړور کوي. که ایران یا د هغه متحدین دا برداشت وکړي چې ځواب نه راځي، نو خپلې تګلارې به نورې هم مخکې یوسي. همدا هغه نازک توازن دی چې ټوله سیمه پرې ولاړه ده.
پراکسي جګړې بیا راپورته کېږي، حوثیان فعال دي، حزبالله خوځښت کوي، سور سمندر تر فشار لاندې دی، هرمز تنګی له خطر سره مخ دی، او نړیواله انرژي رسد له نامعلوم حالت سره مخ دی
دا جګړه نه درېږي، بلکې په وقفې وقفې سره پراخېږي. خو د دې روانې جګړې تر ټولو لوی حقیقت دا دی چې که نن منځنی ختیځ په بشپړه جګړه نه دی بدل شوی، نو تر ټولو لوی لامل یې د سعودي عرب هغه پرېکړه ده چې د مرمۍ په ځواب کې یې مرمۍ ونه ویشتله
کېدای شي وخت دا پرېکړه کمزوري وبولي، خو تاریخ دا ډول پرېکړې لویې ګڼي. خو پوښتنه پر خپل ځای پاتې ده: دا توازن به تر کومه وخته وساتل شي؟