ایران د سیمې له څلورو مهمو عربي هېوادونو سعودي عرب، قطر، متحده عربي امارات او کویټ څخه غوښتنه کړې چې خپله خاوره د امریکا یا اسرائیل له لوري د ایران پر ضد د احتمالي بریدونو لپاره د کارولو اجازه ورنه کړي. د ایراني رسنیو په وینا، تهران روښانه کړې چې د هر ډول یرغل په صورت کې به قوي غبرګون وښيي
Iran called on four Arab nations in the region to refrain from allowing their territory to be used by the United States and Israel to launch attacks against it.
— Press TV 🔻 (@PressTV) March 31, 2026
Follow https://t.co/B3zXG73Jym pic.twitter.com/pzzwNs7PNd
ایراني چارواکو دغو هېوادونو ته رسمي پیغام لېږلی چې پکې غوښتل شوي د ایران د امنیت پر ضد د خپلو پولو د کارولو مخه ونیسي. په بیان کې خبرداری ورکړل شوی چې که د کوم هېواد خاوره یا هوايي حریم د ایران پر ضد بریدونو لپاره وکارول شي، ایران به یې د دښمن مستقیم ملاتړ وبولي او اړوند هېواد به له پایلو سره مخ شي
دا پرمختګ د منځني ختیځ د زیاتېدونکو پوځي فعالیتونو او احتمالي شخړو په ترڅ کې مخې ته راغلی. د ایران دریځ دا دی چې د سیمهییز ثبات لپاره ضروري ده چې ګاونډي، په ځانګړي ډول عربي هېوادونه، د هر ډول بهرني سازش برخه نه شي او خپلې خپلواکۍ په ساتلو سره بلې ځواک ته د برید اډې ورنه کړي