په پاکستان کې د ناقانونه مېشتو بهرنیانو د ستنولو په لړ کې د تورخم له لارې افغان وګړو خپل هېواد ته د ستنېدو بهیر د دویمې ورځې لپاره هم روان دی. د کډوالۍ چارواکو په وینا، تېرې ورځ ۲۲۳ کورنۍ چې ټول ۷۰۵ کسان وو، د تورخم له لارې افغانستان ته ایستل شوي دي
ناقانونه مېشتو بهرنیانو
چارواکي وایي، نن هم سلګونه ناقانونه افغانان د تورخم پولې ته رسېدلي چې لومړی د حمزه بابا ټرانزټ کیمپ ته لېږدول شوي دي. هلته د قانوني کارونو او اسنادو له بشپړې څېړنې وروسته، هغوی د قافلو په بڼه د پولې پر لور روان کړل شوي دي
د کډوالۍ سرچینې زیاتوي چې د کلیئرنس له بشپړېدو وروسته دغه کسان افغان چارواکو ته سپارل کېږي. د دې بهیر د منظم او پر امنه ترسره کېدو لپاره سخت امنیتي او اداري تدابیر نیول شوي دي