امنیتي سرچینو څرګنده کړې چې د پاکستان استخباراتي ادارو د هند له لوري د ادعا شوې جعلي حملې (فالس فلیګ) یوه ممکنه پلان جوړونه افشا کړې ده، چې پکې د پټو اړیکو د کوډ ماتولو له لارې د یوې احتمالي سازش مهم اړخونه مخې ته راغلي دي.
د سرچینو په وینا، هند د پاکستان پر ضد د یوې نوې جعلي حملې پلان جوړوي، چې پکې د پاکستاني او کشمیري بندیانو د کارولو اندېښنه هم څرګنده شوې ده. ویل کېږي چې هغه کسان چې په تېروتنه د پولو هاخوا تللي وو، د ځانګړو موخو لپاره تر څارنې لاندې ساتل کېږي
امنیتي سرچینې
امنیتي سرچینې وایي چې د دې پلان له مخې دغه بندیان ممکن د کنټرول شوې سیمو ته انتقال شي او هلته داسې پېښه رامنځته شي چې وروسته یې پړه پر پاکستان واچول شي. هدف یې د سرحدي کړکېچ زیاتول او د پاکستان توجه ختیځې پولې ته اړول بلل شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې له دې لارې هڅه کېږي په نړیواله کچه د پاکستان پر ضد بیانیه جوړه شي او له ډیپلوماټیکو فشارونو څخه د پام اړولو هڅه وشي ویل کېږي چې ځینې بندیان له زندانونو راایستل شوي او د نورو د شاملولو امکان هم شته.
امنیتي چارواکي وایي چې په تېرو وختونو کې هم ورته ادعاوې شوې دي، خو د شواهدو د نشتوالي له امله یې اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی. هغوی خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه دې د هر ډول بېثبوته ادعا پر ځای د حقایقو بشپړه څېړنه وکړي.
کارپوهان وایي چې په سیمه کې د موجوده کړکېچ له امله د هر ډول داسې ممکنه پېښې اغېزې نه یوازې پر پاکستان او هند، بلکې د ټولې سیمې پر سولې او ثبات منفي اغېز کولی شي
فالس فلیګ عملیات څه ته وایي؟
د نړۍ په سیاسي تاریخ کې “فالس فلیګ عملیات” هغه پټې کړنې دي چې پکې یو اړخ خپله حمله ترسره کوي، خو پړه یې پر بل اړخ اچوي، څو سیاسي یا پوځي موخې ترلاسه کړي
دا اصطلاح له سمندري جګړو څخه سرچینه اخلي، چیرې چې بېړۍ د دښمن بیرغ پورته کوي تر څو خپل هویت پټ کړي. نن سبا دا مفهوم د معلوماتي جګړې او پټو عملیاتو په بڼه هم کارول کېږي
د دې ډول عملیاتو هدف عموماً د جګړې لپاره جواز جوړول، نړیوال ملاتړ ترلاسه کول او د عامه افکارو بدلول وي.
تاریخي توګه داسې بېلابېل مثالونه وړاندې کېږي، لکه په جرمني کې د ۱۹۳۳ رایش سټاګ پېښه او د ۱۹۳۹ ګلایویتز پېښه، چې ځینې شنونکي یې د سیاسي موخو لپاره کارول شوې پېښې بوپه جنوبي اسیا کې هم ځینې پېښې د بېلابېلو نظرونو لاندې بحث شوي، خو دا ټولې ادعاوې د مختلفو سیاسي لیدلورو برخه ګڼل کېږي