اسلامآباد: د پاکستان د بیډمنټن لوبغاړې سروت فاطمې په نړیوالو سیالیو کې غوره کارکردګي ښودلې او د دوه سرو زرو مډالونو په ګټلو یې د هېواد نوم روښانه کړی دی
بیډمنټن لوبغاړې
د هغې دا تاریخي بریا نه یوازې د پاکستان د سپورټ لپاره لوی ویاړ بلل کېږي، بلکې د ځوانو لوبغاړو لپاره هم یوه الهامبښونکې بېلګه ګرځېدلې ده له دې کامیابۍ وروسته په سپورتي حلقو او ټولنیزو رسنیو کې هغې ته پراخه ستاینه کېږي، او شنونکي وایي چې دا ډول بریاوې به په پاکستان کې د بیډمنټن د ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي
د سروت فاطمې هڅه، سخت کار او عزم ثابته کړې چې پاکستانی لوبغاړي په نړیواله کچه هم د لوړ مقام ترلاسه کولو بشپړ وړتیا لري