واشنګټن
واشنګټن: د امریکا ځانګړي استازي سټیو وټکوف تایید کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ په روانو غیر مستقیمو اړیکو کې پاکستان مهم منځګړی رول لوبوي، چې دا د سیمې د زیاتېدونکي کړکېچ په رڼا کې یوه مهمه پرمختیا بلل کېږي ، هغه د کابینې په غونډه کې وویل چې د احتمالي سولې تړون لپاره یو ۱۵ مادهییز فریم ورک جوړ شوی، چې د امریکا د بهرني سیاست ډلې په مشوره ترتیب شوی او د پاکستان له لارې ایران ته رسول شوی دی
وټکوف وویل: “دا فریم ورک د پاکستان د حکومت له لارې د منځګړي په توګه ایران ته رسول شوی دی”، چې له مخې یې د اسلامآباد د سفارتي رول رسمي تایید هم کېږي، د راپورونو له مخې په دې وړاندیز شوي فریم ورک کې د کړکېچ د کمولو او د پراخې هوکړې لپاره بېلابېل اقدامات شامل دي، خو بشپړ جزییات یې لا نه دي افشا شوي
ایراني چارواکو
ایراني چارواکو د ځینو نکاتو په اړه تحفظات څرګند کړي، په داسې حال کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د سفارتي سرچینو په وینا شاته پرده اړیکې روانې دي ، د شنونکو په وینا، د امریکا او ایران دواړو سره د پاکستان متوازن اړیکې دا هېواد د حساسو سفارتي مسایلو لپاره یو باوري منځګړی ګرځولی دی