تهران: د ایران پلازمېنه تهران کې د پاکستان سفارتخانه او د سفیر د استوګنې ځای ته نږدې د هوايي بریدونو/بمبارۍ راپورونه ورکړل شوي، خو ټول پاکستانی سفارتي کارکوونکي خوندي دي
د سرچینو له مخې، چاودنې د سفارتي سیمې ته نږدې شوې چې له امله یې په سفارت کې موجود کارکوونکي له سختې وېرې او اندېښنې سره مخ شوي، خو د کوم ځاني زیان یا مالي تاوان راپور نه دی ورکړل شوی
راپورونه ښيي چې دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې پاکستان، ترکیه او مصر په سیمه کې د زیاتېدونکې کړکېچ د کمولو لپاره د امریکا او ایران ترمنځ فعاله ډیپلوماټیکه ونډه ترسره کوي
سیمهییز ډیپلوماټیک حالت
له دې وړاندې هم په تهران کې د پاکستان سفارت ته نږدې بریدونه شوي دي، خو دا ډول پېښې په جګړهییز چاپېریال کې د سفارتي ماموریتونو لپاره خطرونه نور هم زیاتوي
د شنونکو په وینا، اوسنی وضعیت دا څرګندوي چې په سیمه کې کړکېچ اوس د سفارتي تاسیساتو تر څنګ سیمو ته هم رسېدلی، چې له امله یې نه یوازې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي بلکې د منځګړیتوب هڅې هم لا ډېرې حساسې شوې دي
سرچینې وايي چې پاکستان په سفارتي کچه د وضعیت ارزونه کوي او د خپلو کارکوونکو د امنیت د یقیني کولو لپاره لازم ګامونه پورته کوي