په اسلام آباد کې د امریکا او ایران ترمنځ تاریخي سولې خبرې د سیمې په سیاست کې لوی بدلونونه راوستي دي، چې له امله یې په نوي ډیلي کې سخت ډیپلوماتیک اضطراب لیدل کېږي. د هند د بهرنیو چارو وزیر س. جې شنکر د پاکستان د مخ پر زیاتېدونکي ډیپلوماتیک رول او منځګړیتوب پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی دی
امریکا او ایران
د راپورونو له مخې د منځني ختیځ د بحران په اړه په یوه غونډه کې، کله چې د هند اپوزیشن ګوندونو د امریکا او ایران ترمنځ د پاکستان د منځګړیتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړه، نو جې شنکر تندې او سختې څرګندونې وکړې.
سیاسي او ډیپلوماتیک شنونکي وایي چې د تېرو کلونو په ترڅ کې د بهارتیا جنتا ګوند حکومت هند په نړیواله کچه له ځینو مهمو ډیپلوماتیکو فرصتونو لرې کړی دی. د دوی په وینا، پاکستان په داسې وخت کې د مهمو هېوادونو ترمنځ د خبرو کوربه شوی چې هند په دې بهیر کې کم رول لري.
شنونکي د هند د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف بولي او وایي چې پاکستان خپل نړیوال ډیپلوماتیک رول لا پیاوړی کوي