د مالیزیا وزیر اعظم انور ابراهیم د پاکستان له هغه نوښت ملاتړ کړی چې له مخې یې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وړاندیز شوی دی، او دا یې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي کمولو مهم ګام بللی دی
هغه ویلي چې د پاکستان او د وزیر اعظم شهباز شریف هڅې د سیمهییز ثبات او ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت برابرولی شي
کوالالمپور
انور ابراهیم زیاته کړې چې د مسلمان اکثریت هېوادونو ګډه همکاري د کړکېچونو د مخنیوي او سولې د ترویج لپاره کلیدي رول لري کارپوهان وایي چې دا اقدام نه یوازې د تاوتریخوالي د کمېدو امکان زیاتوي، بلکې د منځګړي په توګه د پاکستان دریځ هم پیاوړی کوي