د امنیتي بحران اصلي لاملونه
د امنیتي مبصرینو په وینا، د اوسني امنیتي بحران او تیر څو کلونو د سیمیزو شخړو اصلي لامل د افغانستان د طالبانو پالیسۍ ګڼل کیږي. د تحلیل کارانو په وینا، د مختلفو وسلهوالو ډلو ملاتړ او هغوی ته د خوندي پناه ځایونه برابرول نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله سیمه پرلهپسې بېثباتۍ ته اړولې ده.
د طالبانو پر حکومت د تورونو یادونه
شنونکي وايي، پر طالبانو حکومت د اوږدې مودې راهیسې تورونه لګول شوي چې هغوی مختلفو سختدریځو ډلو ته د افغانستان د خاوري کارولو اجازه ورکوي. په دې ډلو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، جیش العدل، تاجکستان د انصاراللہ ډله، او القاعده شاملې دي. د ناقدینو په وینا، د دې ډلو شتون افغانستان د سیمیزو امنیتي شخړو مرکز کړی دی.
د سیمې پر امنیت اغیز
تحلیل کاران وایي، د څو کلونو راهیسې د افغانستان خاوره د وسلهوالو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده. دې وضعیت نه یوازې سرحدي شخړې را منځته کړې، بلکې افغانستان یې د لویو قدرتونو او سیمیزو هیوادونو ترمنځ د جیوپولیټیک شخړو برخه هم ګرځولی دی.
د راتلونکي امنیتي وضعیت خطر
د امنیتي شنونکو په وینا، موجوده کشیدګي او وروستۍ جګړهییزه وضعیت هم د طالبانو د پالیسۍ نتیجه ده. که د افغانستان خاوره د سختدریځو ډلو لپاره د کارولو مخه وانهخیستل شي، نو دا وضعیت په راتلونکې کې د لا لویو امنیتي بحرانونو سبب ګرځیدای شي.