د ملي پیغامِ امن کمېټې (قومي پیغامِ امن کمېټې) د یووالي او ورورولۍ پیغام خپور کړ او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان د دفاع او بشپړتیا لپاره د ټولو مسلکونو علما او ولس یو موټی ولاړ دي
د غونډې پر مهال د شیعه ټولنې مشر شهنشاه نقوي وویل چې که اړتیا پېښه شي، د شیعه ټولنه به د پاکستان د وسله والو ځواکونو ترڅنګ ودریږي او د هېواد د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو ده
د اسلامي مذهبونو او هېوادونو ترمنځ د یووالي ټینګار
د کمېټې په اعلامیه کې د اسلامي مذهبونو ترمنځ د یووالي او همدارنګه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وشو او د پاکستان او ایران ترمنځ د ورورولۍ او همکارۍ اړتیا هم یادونه شوه
د فلسطین پر ضد د اسراییلو یرغل غندنه
په اعلامیه کې د فلسطین پر ضد د اسراییلو یرغل په کلکو ټکو وغندل شو او د اقصیٰ جومات د اوسني وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوه. علماوو ټینګار وکړ چې د اقصیٰ جومات او نورو مقدسو ځایونو ساتنه د ټول اسلامي امت دیني مسؤولیت دی
په غونډه کې د ټولو مسلکونو مشرانو فرقه ییزې شخړې رد کړې او د مسلمانانو د یووالي غوښتنه یې وکړه. اعلامیه دا اندېښنه هم څرګندوي چې ځینې کړۍ د ټولنیزو رسنیو له لارې د فرقه ییز تفرقې د خپرولو هڅه کوي او له کورنیو چارو وزارت څخه یې وغوښتل چې د دغو عناصرو پر ضد جدي اقدام وکړي
د اسلامي امت د وېش هڅې وغندل شوې
د ملي پیغامِ امن کمېټې هغه هڅې وغندلې چې د اسراییلو له لوري د اسلامي امت د وېش لپاره کېږي او ټینګار یې وکړ چې په دې حساس وضعیت کې باید علما او دولت دواړه مسؤلانه چلند وکړي
پاکستان د اسلامي نړۍ د ویاړ سرچینه
په اعلامیه کې پاکستان د اسلامي نړۍ یوازینی اټومي ځواک بلل شوی او د اسلامي امت لپاره د ویاړ سرچینه ګڼل شوې ده، او د پاکستان او ایران ترمنځ د یووالي پر اهمیت ټینګار شوی دی
د فلسطین د ملاتړ لپاره ملي غونډې
په پای کې کمېټې اعلان وکړ چې د فلسطین د ملاتړ لپاره به په ټول هېواد کې غونډې او مظاهرې ترسره شي چې د “د مقدسو ځایونو د ساتنې ورځ”، “د قدس ورځ” او “د اقصیٰ ورځ” تر عنوانونو لاندې به تنظیمېږي
نور ولولئ