په کابل او مزار شریف کې افغان ښځو د ښځو د نړیوالې ورځې (۸ مارچ) دمخه د طالبانو د محدودیتونو پر ضد احتجاجونه وکړل او د مساوي حقونو غوښتنه یې وکړه.
دیوالونو ته د پیغام لیکل
په بلخ ولایت کې د مزار شریف ښار د مرکز ښځو د آزادی او د طالبانو د ضد ښځو سیاستونو په اړه پر دیوالونو لیکنې وکړې. دغه فعالیتونه د ښځو د حقونو لپاره د دوامداره مبارزې یوه برخه ګڼل کېږي.
د ښځو سازمانونو اعتراضونه
د افغانستان د ښځو د سازمان “جمحیش تحول تاریخی زنان افغانستان” غړو په کابل کې د طالبانو پر ضد مظاهره وکړه او شعارونه یې ورکول. بلې ښځینه ډلې (جمحیش زنان مقتدر)” هم په مزار شریف کې پر دیوالونو شعارونه لیکلي چې د طالبانو د ضد ښځو پالیسۍ غندي
د مبارزې اهمیت
دغه احتجاجونه د ښځو د نړیوالې ورځې سره تړلي وو او د طالبانو د سختو مقرراتو پر وړاندې د ښځو د جرئت او مقاومت څرګندونه کوي. که څه هم په افغانستان کې دا ډول مظاهرې خطرناک ګڼل کېږي، خو ښځې بیا هم خپل غږ پورته کوي. دغه فعالیتونه ښيي چې د ټولنې د پراخې برخې له خوا د ظلم پر ضد غبرګون رامنځته شوی او د ازادۍ او حقونو غوښتنې د افغان ټولنې په منځ کې راپورته کېږي
https://htnpashto.com/22410/ نور ولولئ