په شمالي وزیرستان د میرانشاه په ښار کې د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۴ ملکي کسان ټپیان شوي دي، چې له امله یې د سیمې په روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی دی
شمالي وزیرستان
د پولیسو په وینا، چاودنه د بنو ـ میرانشاه پر اصلي سړک د چشمه سربندکي چیک پوسټ سره نږدې رامنځته شوې ده. د برید له امله په سیمه کې ویره خپره شوه او ګڼ ملکي کسان د چاودنې ښکار شول. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته ژغورنې ډلې او امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته ورسېدل او ټپیان یې د میرانشاه روغتون ته ولېږدول
د روغتون مسؤلین واي:
د روغتون مسؤلینو ویلي چې د ټپیانو له ډلې څو تنه په سخت حالت کې دي د میرانشاه روغتون د طب رئیس ډاکټر آصف اقبال وویل چې څلور ټپیان لا هم په نازک حالت کې دي او بیړنۍ درملنه ورته روانه ده. هغه زیاته کړه چې ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي په لوړ چمتووالي کې دي، ځکه ښايي له پېښې ځایه نور ټپیان هم راوړل شي
همداراز روغتون له عامو خلکو غوښتنه کړې چې د ټپیانو د درملنې لپاره عاجله وینه مرسته کړي. چارواکو ویلي چې تر دې دمه د مرګ ژوبلې کوم تایید شوي راپورونه نه دي ورکړل شوي.
وروسته یو وسلوالې ډلې چې ځان اسودالخراسان بولي او د حافظ ګل بهادر له ډلې سره تړاو لري، د دې برید مسؤلیت ومانه. دغې ډلې ویلي چې ځانمرګی بریدګر د دوی د «الحمید» ځانمرګي واحد غړی و.
/https://htnpashto.com/22365/ نور ولولئ