د پاکستان په غوښتنه د تښتېدلي یوټیوبر عادل راجه پر ضد، بریګیډیر (ر) راشد نصیر یو بل مهم قانوني ګام پورته کړ. د جیو نیوز د راپور له مخې، د برتانیې د استیناف محکمه د لوړې محکمې فیصله تایید کړه او عادل راجه ته یې د اپیل اجازه ورنه کړه. عدالت د لوړې محکمې پر ضد د امر د امتناع غوښتنه هم رد کړه او نوي شواهد وړاندې کولو اجازه هم ورنه کړه.
د لوړې محکمې مخکېنی حکم
مخکې د لوړې محکمې قاضي رچرډ اسپیرمین په هتک عزت دوسیه کې د بریګیډیر (ر) راشد نصیر په حق کې فیصله کړې وه. عدالت عادل راجه ته امر کړی و چې په ټولنیزو رسنیو لکه ټویټر، فېسبوک، یوټیوب او خپل شخصي ویب پاڼه کې په ښکاره توګه بښنه وغواړي، چې دغه بښنه دې د ۲۸ ورځو لپاره ښکاره پاتې شي.
مالي جزا او لګښتونه
عدالت عادل راجه ته د هرجانو او عدالتي لګښتونو په توګه ۳۱۰ زره پونډه د ورکړې حکم هم ورکړی و، چې پکې ۵۰ زره پونډه هرجانې او ۲۶۰ زره پونډه عدالتي لګښتونه شامل دي، او پاتې اضافي لګښتونه وروسته ټاکل کېدل
د اپیل نه منلو وروسته، دغه قضیه په بشپړه توګه ختمه شوې او دا د بریګیډیر (ر) راشد نصیر لپاره یوه واضحه قانوني بریا بلل کېږي
نور ولولئ: /https://htnpashto.com/22290/