د پاک–افغان کړکېچ د زیاتوالي او اوږدېدو وروسته راپورونه وایي چې طالبان له افرادي کمښت سره مخ دي، او له همدې امله په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د جبري جلبوجذب لړۍ پیل شوې ده. د ځايي سرچینو په وینا، ځوانانو ته د پاکستان پر ضد جګړې لپاره مالي امتیازات وړاندیز کېږي، او د انکار په صورت کې د زور له لارې د جذب پېښې هم راپور شوې دي.
د پاک–افغان کړکېچ د زیاتوالي
سرچینې زیاتوي چې په ځینو سیمو کې ځوانان د کورنیو له رضایت پرته لومړۍ کرښو ته لېږل کېږي. د راپورونو له مخې، د هېواد له شمالي ولایتونو ګڼ شمېر کسان سرحدي سیمو ته انتقال شوي دي. د تخار ولایت یوې سرچینې ادعا کړې چې په جبري جلبوجذب کې د طالبانو د غړو او ملکي وګړو ترمنځ توپیر نه کېږي، او د سیمهییزو طالب چارواکو له لارې کسان کابل ته لېږدول کېږي او بیا له هغه ځایه سرحدي محاذونو ته استول کېږي.
طالبانو تګلاره
همدغه سرچینه وایي چې د طالبانو په تګلاره کې ښايي غیر پښتانه ځوانان، په ځانګړي ډول ازبک وګړي، په لوړه کچه جذب شي. ادعا کېږي چې له دې لارې په ځینو سیمو کې د نفوس او اقتصادي وضعیت اغېزمنولو هڅه کېږي او همداراز د پاکستان په اړه د مثبتو احساساتو کمزوري کول هدف ګرځول شوي دي. خو دا ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو له لوري نه دي تایید شوې.
ځایي راپورونه دا هم ښيي چې د جبري لېږد شوو کسانو کورنۍ له سختې اندېښنې سره مخ دي او د خپلو ځوانانو د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي. د سرپل ولایت څخه هم ورته راپورونه ترلاسه شوي چې ګواکې ځوانان پر محاذ د لېږلو لپاره تر فشار لاندې دي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو په دې تورونو رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د وضعیت د حساسیت له امله بشپړه خپلواکه تصدیق ممکن نه دی، خو د شمالي افغانستان راپورونه د سیمې د زیاتېدونکي کړکېچ انځور وړاندې کوي.
نور ولولئ: /https://htnpashto.com/22240/