د شل اوریز نړیوال جام تر ټولو ستره لوبه نن، د دودیزو سیالانو پاکستان او بھارت ترمنځ ترسره کېږي. جذبات لوړ دي او شاهینان چمتو دي چې تاریخ جوړ کړي. لوبه به د ماښام شپږ نیمو بجو په کولمبو کې پیل شي.
د دواړو لوبډلو تر دې دمه په ایونټ کې دوه دوه لوبې ترسره کړې او دواړه بریالي شوي دي، خو نن به د لوبې ګټونکي ډلې په ګروپ کې لومړۍ درجه خپل کړي د باران د اغېز امکان په کولمبو کې کم شوی، چې مخکې د مختلفو وختونو لپاره باران وړاندوینه شوې وه.
د ریکارډ له مخې، په شل اوریز نړیوال جام کې هند پر پاکستان برلاسی دی؛ دواړو ترمنځ په دې فارمیټ کې اته سیالۍ شوې چې اووه یې هند ګټلي او یوازې یوه پاکستان ترلاسه کړې ده.
ګرین شرټس د لوبې مخکې په بیټینګ، بالینګ او فیلډینګ کې بشپړه تمرین کړې، او د دویمې ورځې پریکټیس هم دوام درلود. هندۍ لوبډلې هم په پریماداسا سټیډیم کې تمرین کړی، سوریا کمار یادو د عثمان طارق په انداز کې بالینګ ترسره کړی.
د دې لوړ ولټاژ لوبې شوقیان بې صبرۍ سره انتظار کوي، او کولمبو کې د میچ ټولې تیاري بشپړې شوې دي. پاکستانی مینوال ډېر پرجوش دي.