د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه تازه او جنجالي بیان کې اعتراف وکړ چې هغه نه یوازې د ۲۰۰۵ کال په بګرام زندان کې د القاعده لوړپوړو غړو د فرار په وخت کې هغوی ته پناه ورکړې، بلکې د هغوی د خوځښتونو په اسانولو کې یې مستقیم مرسته هم کړې ده. د حقاني دا څرګند عام اعتراف دا نړیوال ادعا پیاوړې کوي چې د طالبانو او القاعده ترمنځ اړیکې یوازې تصادفي یا سطحي نه وې، بلکې پر یوه ژوره عملیاتي همکارۍ یې بنسټ درلود. کارپوهان وایي، دا اعتراف د طالبانو هغه اوږدمهاله ادعا ردوي چې هڅه یې کوله نړیوالو ته وښيي چې اوس د دوی او القاعده په څېر سازمانونو ترمنځ هېڅ اړیکه نه پاتې شوې.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۳۷مه څارنیزه راپور هم د دې څرګندونو د تایید مهر ثبت کړی دی. د راپور له مخې، القاعده تر اوسه هم د طالبانو په ملاتړ فعالیت کوي او د پاکستان د تحریک طالبان په څېر ډلو لپاره د “خدمت وړاندې کوونکي” او “ځواک څو برابره کوونکي” رول لوبوي. د سراج الدین حقاني له خوا د القاعده مهمو غړو ته د لوژستیکي خونديتوب برابرولو اعتراف د ملګرو ملتونو د هغو اندېښنو ثبوت دی چې لا هم په افغانستان کې نړیوالو ترهګرو شبکو ته خوندي پناه ځایونه او عملیاتي ساحې شته.
سیاسي شنونکي وايي چې د حقاني دا څرګندونې د طالبانو د حکومت هغه ادعاوې له منځه وړي چې په کې یې د سرحدي ترهګرۍ پر ضد د همکارۍ ډاډ ورکاوه. د حقاني خبرې او د ملګرو ملتونو راپور څرګندوي چې په افغانستان کې د القاعده شتون یوه ستراتیژیکه ژورتیا لري، چې سیمه او نړیوال امنیت ته یوه دوامداره خطره ده. دغه وضعیت ښيي چې د طالبانو نظریاتي او عملیاتي جوړښت لا هم د نړیوالو ترهګرو ډلو سره تړلی دی، چې په نتیجه کې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال ترهګرۍ لپاره مناسب چاپېریال ګرځېدلی دی.