د روس د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو د افغانستان او تاجکستان پر سرحد د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وویل چې په دې سیمه کې د امنیت وضعیت لا هم کشیدګۍ ډک دی. د انټرفیکس خبري اژانس سره په خبرو کې یې څرګنده کړه چې پر سرحد غیرقانوني تیریو هڅې بیا بیا کېږي، چې ځینې ځایونو کې وسله والې نښتې هم رامنځته شوې دي.
د روس امنیتي پلان
شوئیګو وویل چې د ترهګرۍ مخنیوی او د نشه يي توکو قاچاق ضد اقدامات د CSTO د لومړیتوبونو له ډلې دي. هغه څرګنده کړه چې د افغانستان-تاجکستان سرحد خوندي کولو او پیاوړی کولو لپاره د سازمان ځانګړی پروګرام په بشپړه توګه پلي کېږي.
د منځنۍ اسیا د امنیت غونډه
روسي چارواکي زیاته کړه چې د سیمه ییزو امنیتي ستونزو، په ځانګړي ډول د افغانستان او منځنۍ اسیا وضعیت د څېړلو لپاره د روان کال په پای کې یوه مهمه ګډه ناسته پلان شوې، چې په کې د CSTO، CIS او د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) استازي ګډون کوي څو ګډه ستراتیژي جوړه شي.
سیمه ییزې ستونزې او امنیتي ګواښونه
وروستیو میاشتو کې د پاکستان-تاجکستان پر سرحد د ترهګریزو بریدونو او غیرقانوني دراندازیو پېښو کې بې ساري زیاتوالی راغلی، چې له امله یې ګڼ امنیتي پرسونل او ملکي وګړي وژل شوي. روس دا زیاتي خطرونه د سیمې د عمومي امن لپاره جدي ګواښ ګڼي او له همدې امله ماسکو د دې سرحدونو څارنه سخته کړې او د متحدینو سره د دفاعي چوکاټ پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.