په دې وروستیو کې د پیښور په نشترهال کې د یوې غونډې پر مهال د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدي څخه پوښتنه کوونکې زدهکوونکې فاطمه خان تازه بیان مخې ته راغلې دې
له وزیر اعلی سهیل افریدي څخه پوښتنه کوونکې زدهکوونکې فاطمه خان، چې د پیښور لوی تعلیمي ادارې اسلامیه کالج یونیورسټي زده کوونکې ده، خپل دریځ روښانه کړی او ویلي یې دي چې د وزیر اعلی وینا اوږده، د کرکې ډکه او پاروونکې وه، چې له امله یې هغې پوښتنه وکړه.
فاطمه خان ویلي، هغې له وزیر اعلی څخه پوښتنه وکړه چې تاسو دا بیانونه او تقریرونه کوي چې نورې صوبې جعلي حکومتونه لري او ستاسو په صوبه کې اصلي حکومت دې، خو بیا په دې صوبه کې ولې پرمختګ نه دی شوې؟
هغې زیاته کړه چې وزیر اعلی د هغې خبره تر پایه ونه اورېده او وروسته یې ورباندې تور ولګاوه چې ګواکې هغه د عوامي نېشنل ګوند یا د کوم بل سیاسي ګوند پلوي ده.
زدهکوونکې فاطمه خان ټینګار کړی چې د هغې پوښتنه سیاسي نه وه، بلکې د ولسي ستونزو او د صوبې د پرمختګ په اړه وه، چې د وزیر اعلی مسؤلیت و چې ځواب یې ورکړی واې ، فاطمه خان په خپل تازه بیان کې ویلي دي او په پاکستان تحریک انصاف ی سختې نیوکې کړي دي چې دوی ځوانان د نفرت خپرولو او د خلکو پارولو لپاره کاروي، هغې ویلي دي چې پي ټي آیی مشران دا ځوانان جذباتي کوي او بیا چې دوی جیلونه ته لاړ شي نو د پی ټي آیی مشران ی پوښتنه هم نه کوي هغې ټینګار کړې دې چې د پي ټي ایی ګوند د ځوانانو داسې تربیت کوي چې ددې ځوانانو راتلونکې خراب شي.
هغې وویل چې د صوبایی حکومت هیڅ کوم د پرمختګ کار په نظر نه راځي نو زه دوی له مشوره ورکوم چې ددې صوبې پرمختګ باندې پام وکړي.