تازه خبرونه

د پاکستان او چین دوستي له همالیه غرونو لوړه

پاکستان او چین دوه نزدې ګاونډي هیوادونه دي، چین د پاکستان د اقتصادي او دفاعي سیکټر کې د همکارۍ کولو یو ډیر نزدې هیواد دې چې هر وخت ی د پاکستان ملاتړ کړې دې
د پاکستان او چین ترمنځ دوستي په اړه یو شمیر محاورې مشهور دي، ویل کیږي د چین او پاکستان دوستي له شاتو نه خواږه ده

د پاکستان او چین ترمنځ دوستي په اړه یو شمیر محاورې مشهور دي، ویل کیږي د چین او پاکستان دوستي له شاتو نه خواږه ده

د پاکستان او چین ترمنځ اړیکې ډیرې پخوانۍ او قوي دي ، پاکستان او چین ترمنځ رسمي سفارتي اړیکې په کال ۱۹۵۱ کې د می په ۲۱مه نیټه ټینګې شوې
د پاکستان او چین ترمنځ دوستۍ ته د هر موسم دوستي ویلې شي ، د پاکستان او چین ترمنځ دوستۍ په اړه یو شمیر مشهورې محاورې هم کارول کیږي چې یوه پکې دا ده چې د پاکستان او چین دوستي له همالیا غرونو لوړه، له سمندرونو ژوره او له شاتو څخه خوږه ده
د پاکستان او چین ترمنځ دوستي په اقتصادي او دفاعي میدانوکې ډیره لوړه او ژوره ده، که دفاعي سیکټر ته وکتل شی نو د پاکستان او چین ترمنځ د جې ایف ۱۷ تهنډر جنګي الوتکوجوړولو یوه لویه دفاعي معاهده ده او له دې معاهدې ترلاندې پاکستان د جې ایف ۱۷ تهنډر جنګي الوتکو په جوړولو کې بریالۍ شوې دې
د کال ۲۰۲۵ د می په میاشت کې هم دا جنګي الوتکې جې ایف ۱۷ تهنډر وې چې پاکستان هند ته ماتې ورکړه، د پاکستان فضایی ځواکونو د هند پر ضد بریالۍ مبارزه وکړه او هندي جنګی الوتکې ی رانسکورې کړې
نړیوالو هم دا منلې ده چې پاکستان دفاعي او فضایی ځواکونو په دې جنګ کې هند ته ماتې ورکړې وه، ټرمپ ، د امریکا اولس مشر خو څو څو ځل دا تکرار کړې چې پاکستان د هند جنګي الوتکې رانسکورې کړي په کوم کې چې رافیل د فرانس الوتکه هم شامله وه
پرون د پاکستان بلوچستان صوبه کې د ترهګریزو بریدونو په اړه د پاکستان هم دې نزدې ګاونډي هیواد چین لورې غبرګون مخې ته راغلې دې، چین په بلوچستان کې د ترسره شویو ترهګریزو بریدونو سخته غندنه کړې ده او د ځاني تلفاتو په اړه یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل بیان کې ویلي وو چې دوی په بلوچستان کې ترهګریز بریدونه غندي او په دغو بریدونو کې د خلکو پر وژل کېدو خواشیني دي
نوموړي زیاته کړې وه چې د وژل شویو کسانو له کورنیو او ټپیانو سره خواخوږي څرګندوو، د ویاند په وینا، چین د ترهګرۍ هر ډول مخالفت کوي او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې به د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي چې چین به د اقتصادي ثبات او د ولس د امنیت د ټینګښت لپاره له پاکستان سره خپله همکاري روانه وساتي
دلته دا مهمه ده او باید یادونه وشي چې په تېرو ورځو کې امنیتي ځواکونو د بلوچستان د مرکز کویټې په ګډون په ۱۲ بېلابېلو سیمو کې ترهګریز بریدونه شنډ کړل
د امنیتي سرچینو او د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ایی ایس پي آر ترمخه د پاکستان امنیتي ځواکونو د ترهګرو په بریالیتوب سره مقابله وکړه او په عملیاتو کې درې ځانمرګي بریدګر په ګډون له سلو څخه زیات ترهګر وژل شول

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *