د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر د امن سفیر او ځانګړې استازې او امریکایی ډیپلومات زلمي خلیلزاد د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه د یو لړ پاروونکي ټویټونو کړې دي او دغه وضعیت یې یو لوی اندېښمن بللی دی
نوموړي ادعا کړې چې په بلوچستان کې د بلوڅ وسلهوالو بریدونه او د هغو پر وړاندې د پاکستاني امنیتي ځواکونو عملیات تر غمجنو کچو رسېدلي دي، په داسې حال کې چې د هغه په وینا خیبر پښتونخوا هم له سخت امنیتي بحران سره مخ ده
خلیلزاد دا هم ویلي چې د پاکستان مشهور سیاسي مشر عمران خان لا هم په یوازېنۍ بند کې زنداني دی او پر هغه لګېدلې مقدمې سیاسي انګېزه لري
هغه د پاکستان اسټیبلشمنټ سخت دریځه وبلل او ویې ویل چې له بهرني لیدلوري داسې ښکاري چې ریاست په سیاسي او اداري چارو کې بند پاتې دی، نوموړي د رېنډ کارپوریشن کې د خپلې تجربې په یادولو سره د بېطرفه شننې او اغېزمنو حللارو سپارښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې پاکستان دې د خپل کورني بحران د ارزونې لپاره د خپلواکو او څو رشتوي متخصصینو یوه ډله وګماري، چې په هیواد کې د روان کړکیچ په اړه سیاسي لارې هم وڅېړي
د شنونکو سخت غبرګون
پاکستاني شنونکو د خلیلزاد پرلهپسې ټویټونه په کلکه وغندل او ویې ویل چې د هغه څرګندونې یو اړخیزې دي او د هېواد د حالاتو بشپړ انځور نه وړاندې کوي، د شنونکو په وینا، د بلوچستان او خیبر پښتونخوا امنیتي ستونزې یوازې کورنۍ مسلې نه دي، بلکې له پولې پورې غاړې ترهګرۍ، سیمهییز بېثباتۍ او بهرنیو لاسوهنو سره تړاو لري، چې دا ټول د ساده سیاسي بیانونو په چوکاټ کې نه شي راټولېدلی
شنونکو ټینګار وکړ چې پاکستان فعال سیاسي او اساسي قانوني نظام او خپلواک عدالتي جوړښت لري، نو د یوه سیاسي مشر قضیه له عمومي دولتي بحران سره تړل ناسمه ده۔ هغوی زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د ولس د ساتنې لپاره فعالیت کوي او یوازې د اسټیبلشمنټ له زاویې ورته کتل د ځمکنيو حقایقو سترګې پټول دي
د بهرنیو مشورو پر ځای کورني حللارې
کارپوهانو دا هم روښانه کړه چې پاکستان له وړاندې د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره کورني مذاکرات او پالیسۍ بیاکتنې روانې کړي دي او ملي پرېکړې د کورنیو واقعیتونو پر بنسټ کېږي، کارپوهان ټینګار کوي چې پاکستان نه غواړي چې دا ستونزې د کوم بهرني فشارونو یا ټویټونو له مخې هوارې کړي
څیړنکارانو وایی چې د پاکستان د ستونزو حل په کورني ثبات، دیموکراتیک تسلسل او سیمهییز سولې کې نغښتی دی، پوهان وایی چې د پاکستان د ستونزو حل په بهرنیو مشورو، ټویټونو او تبصرو سره تړاو نه لري او نه ورته اړتیا لري، پاکستان ستونزې د خپلو قامي ګټو په نظر کې ساتلو له لارې هواروي، پاکستان توان لري دا ستونزې په داخلي توګه او د خپل دننه ریاستي پالیسۍ له لارې هوارې کړي