تازه خبرونه

بلوچستان کې د ترهګرۍ حقیقت: اصلي لاملونه او خیالي کیسې

بلوچستان کې له څو کلیزو راهیسي ترهګرۍ دا صوبه بده اغیزمنه کړې ده، اصلي لامل ی ددې صوبې سردراران دي کوم چې خپلو شخصي ګټو لباره ناامنۍ ته لمن وهي
بلوچستان کې هر ریښتینی ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ، که هغه ښوونځي وي، روغتونونه، روزګار، یا زیربناوې ، د دغو شبکو واک او کنټرول ته مستقیم ګواښ دی

بلوچستان کې هر ریښتینی ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ، که هغه ښوونځي وي، روغتونونه، روزګار، یا زیربناوې ، د دغو شبکو واک او کنټرول ته مستقیم ګواښ دی

د پاکستان بلوچستان صوبه چې له ترهګرۍ پیښو څخه ډیره بده اغیزمنه شوې ده، په دې تیرو درې ورځو کې له فتنه الهندوستان خوارجو له لوري ۳۳ عام وګړي او ۱۷ سرتیري په ۱۲ ځایونو باندې ترهګریز بریدونه کې شهیدان کړې شول
په بلوچستان کې دې همغږي ترهګریزو بریدونو وروستۍ څپې یو ځل بیا په عامه ټولنه کې د محرومیت» او ازادۍ هغه زړې بیانیې راژوندۍ کړې دي خو کره شمېرې، نفوسي حقایق او عملي معلومات یو بل انځور وړاندې کوي، دا هغه انځور دی چې دا تاوتریخوالی د یو سیاسي تحریک پر ځای د جرمي ـ ترهګریزې شبکې په توګه افشا کوي

د بلوچستان په بیله بیلو سیمو کې د ترهګرو پر ضد عملیاتو کې 177 ترهګر وژل شوي، په داسې حال کې چې 17 امنیتي سرتېري او 33 ملکي وګړي ـ چې زیاتره یې په ګوادر او مکران کمربند کې وو شهیدان شوي دي
بلوچستان د پاکستان د ټولې خاورې 44 سلنه برخه جوړوي، خو نفوس یې یوازې 6.1 سلنه دی، او له دې سره سره ورته د یو ټریلین روپیو (له 1000 اربه زیاته) ولایتي بودیجه ځانګړې شوې ده، چې دا خبره د سیستماتیک محرومیت ادعا په ښکاره ډول ردوي.

په بلوچستان کې د بې ثباتۍ اصلي عوامل څو لسیزې پخوانۍ ریښې لري. له 1950 کال راهیسې ځینو قبایلي سردارانو د عامه هوساینې پر ځای د خپلو شخصي اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره بې‌ثباتي ته لمن وهلې ده او تل ی خپلو شخصي ګټو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده
دا ګټې د نشه‌يي توکو قاچاق، د ایران د تېلو ناقانونه سمګلنګ، او د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ له ناوړه استفادې سره تړاو لري، چې ډېری وخت د 1960 کال راهیسې موجود د راه‌داري سیستم تر سیوري لاندې ترسره کېږي
د بلوچستان لبریشن آرمي په څېر ترهګرې ډلې د دغو جرمي شبکو د وسله والو څانګو په توګه کار کوي، دا ډله د بلوچ ولس استازیتوب نه کوي خو یوه بیانیه جوړه ده چې دوی سیاسي مبارزه کوي خو د سیاسي شنونکي د څیړنو ترمخه سیاسي مبارزه او ترهګري دواړه جلا جلا موضوع ګانې دي
هر ریښتینی ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ، که هغه ښوونځي وي، روغتونونه، روزګار، یا زیربناوې ، د دغو شبکو واک او کنټرول ته مستقیم ګواښ دی. همدا لامل دی چې پانګونه او اصلاحات په تاوتریخوالي سره مخالفت سره مخ کېږي
وروستیو حکومتي اقداماتو دغو شبکو ته سخت زیان رسولی دی. د بېلګې په توګه، د ایران د ډیزلو سمګلنګ چې پخوا نږدې 20 میلیونه لیټره ورځ په حساب وو ، اوس شاوخوا 1 میلیونه لیټره ته راکم شوی، چې یوازې د ځایي اړتیا لپاره بسنه کوي
کله چې د تمویل لارې بندې شي، بریدونه زیاتېږي، دا حقیقت ښيي چې ترهګري د محرومیت نتیجه نه، بلکې د ریاست د قانون پلي کولو پر وړاندې غبرګون دی

نفوسي واقعیتونه د ازادۍ دروغجن شعار افشا کوي
بلوچستان یو څو قومي ولایت دی، چې پکې بلوچ قوم ۴۰ سلنه د پښتنو (30 سلنه)، براہوي (17 سلنه) او نورو ټولنو (13 سلنه) لکه هزاره‌ګانو او مېشتو وګړو ترڅنګ ژوند کوي، د پام وړ خبره دا ده چې د بلوچستان په پرتله په جنوبي پنجاب او شمالي سند کې زیات بلوچ وګړي مېشت دي، چې دا چاره د یوې واحدې «ازادۍ مبارزې» ادعا له عددي او ټولنیز پلوه بې‌بنسټه کوي

په عملي ډګر کې، ترهګر د وروستیو بریدونو پر مهال ونه توانېدل چې حتی یو ښار، کلی یا د ځمکې یوه کوچنۍ ټوټه هم تر خپل کنټرول لاندې راولي، د دوی تګلاره پر محدودو بریدونو ولاړه ده، تر څو د واکمنۍ تاثر جوړ کړي، او ورسره یو موازي معلوماتي کمپاین پرمخ وړي چې ځوانان، فکري حلقې او بهرني مخاطبین ی هدف وی چې ډېری وخت د هند او افغانستان له ملاتړ ورسره وي

د بلوچستان اصلي ستونزه د جرمي اقتصاد او بهرني لاسوهنې پر بنسټ ولاړه ترهګري ده، نه د حقونو انکار، د محرومیت بیانیه تکرارول یوازې حقیقت پټوي او د هغو عادي بلوچ وګړو غږ کمزوری کوي چې تر ټولو زیات د دې تاوتریخوالي قرباني کېږي

Related Articles

ډاکټر بریشیتھ-زابنر ویلي چې اسراییل پاکستان د ستراتیژیک خنډ په توګه ویني، ځکه چې دا یو اتومي ځواک لرونکی هیواد دی، قوي پوځ لري او په سیمه کې اغېزمن دی

February 2, 2026

رسنیو سره خبرو کې وزیراعلی سهیل افریدي وویل چې د یو پاکستاني په توګه باید هر تن په هیواد کې ترهګري وغندي او وې ویل چې موږ هم ترهګري هروخت غندلې ده

February 2, 2026

پخوانۍ پارلیماني مشر شاه جي ګل افریدي وایی د خیبر پښتونخوا وزیراعلی له لوري راغوښتل شوې د خیبر امن جرګې په اړه وایی چې پرون د خیبر امن جرګه په نامه یوه سیاسي غونډه وشوه

February 2, 2026

نړیوال تبصره کوونکو پرېکړه سیاسي ځپنه ګڼلې، خو دقیق کتنه ښيي چې دا د پاکستان دکورني قانون په چوکاټ کې قضایي پروسه ده

February 1, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *