په دې تاوتریخوالي کې ۱۷ سرتېري شهیدان شول، او ۳۱ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي یا ټپیان شوي دي د بلوچستان وزیراعلی سرفراز بګټي وویل، ترهګرو هڅه کوله چې پر حساسو ځایونو بریدونه وکړي او د ښځو او ماشومانو څخه یې د انساني سپر په توګه کار واخیست، چې له امله یې امنیتي ځواکونه اړ شول له پوره احتیاطه کار واخلي. نوموړي د ترهګرۍ د سیاسي یا قومي بڼې ورکولو هڅې رد کړې او ټینګار یې وکړ چې وسله والې ډلې خپله ایډیالوژي د زور له لارې تپي.
هغه وویل: «دا سیاسي تحریک نه دی، دا خالص ترهګر دي»، او خبرداری یې ورکړ چې د هر ډول روایت تر نوم لاندې د تاوتریخوالي توجیه کول د ترهګرۍ ملاتړ ګڼل کېږي.
وفاقي وزیر داخلہ محسن نقوي او لوړپوړو پوځي چارواکو هم کوټې ته سفر وکړ، وضعیت یې وڅېړه او له ټپیانو سره یې لیدنه وکړه ، د بریدونو وروسته، صوبايي حکومت په ټول بلوچستان کې دفعه ۱۴۴ نافذه کړه، چې له مخې یې پر لویو غونډو، د مخ پټولو، بې ثبت وسایطو او د وسلو پر ښکاره ګرځولو بندیز ولګېد ، دغه بریدونه د امریکا، ایران، فرانسې، اروپایي ټولنې، سعودي عربستان او قطر له لوري په پراخه کچه وغندل شول. دغو هېوادونو له پاکستان سره د یووالي څرګندونه وکړه او ترهګري یې په ټولو بڼو رد کړه.
د امریکا د سفارت چارج ډی افیرز نټالي بیکر وویل، متحده ایالات د جنورۍ ۳۱ بریدونه په کلکه غندي او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) له لوري پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ترسره شوې ترهګریزې کړنې د منلو نه دي.
فرانسې او اروپایي ټولنې هم د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه او د ټپیانو لپاره یې د ژر رغېدو هیله وښوده، او ټینګار یې وکړ چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان تر څنګ ولاړ دي.