تازه خبرونه

افغان چاراکي: تورخم له لارې ۱۸۸۰ افغان وګړي هیواد ته راستانه شول

افغانستان چاوراکي وایی چې پرون له تورخم لارې هیواد ته واپس راستانه شوي افغان مهاجرنیو کورنیو سره ۱۵۲۷۵۰۰ افغانۍ مالي مرسته شوې دې
پاکستان د تورخم او سپین بولدک دروازې د افغان مهاجرینو پر مخ پرانستلې دي

پاکستان د تورخم او سپین بولدک دروازې د افغان مهاجرینو پر مخ پرانستلې دي

د افغانستان حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې دې

راپور د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۸/۱۱هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۱/۱۰هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
د اسلام کلا له لارې (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱) کورنیو سره مجموعًا (۷۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۱)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۵۷۴) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳)کورنیو سره مجموعًا (۲۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۳۱۴)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د سپین بولدک له لارې (۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

له سپین بولدک څخه (۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶)تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۱۲۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶)کورنیو سره مجموعًا (۴۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي
غذا: په سپین بولدک کې (۲۴۶)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د تورخم له لارې (۲۷۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۱۴۳۹)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
له تورخم څخه (۳۴۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۸۰)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۵۲۷۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له(۳۸۸)کورنیو سره مجموعًا (۳۲۶۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۱۰)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

له کابل څخه (۱۷۲)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۵۹)تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۳۹۲۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۳۰۲)کورنۍ او (۱۵۶۴)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۵۱۴)کورنۍ او (۲۸۴۵)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۴۰۸)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۳۲۰)عــــدده

Related Articles

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

ټرمپ پالیسۍ نه یوازې منځنی ختیځ ته لا زیاته بې‌ثباتي راوستې ده، بلکې په نړیوال سیاست کې د نوو بلاکونو د جوړېدو امکانات هم رامنځته کړي دي

March 11, 2026

د امریکا چارواکو د ابراهيم کايمي په نوم ۱۹ کلن افغان اصلي اوسېدونکی او د هغه یو همکار د نیویارک ښار په یوه مظاهره کې د بمي چاودنې د هڅې په تور نیولي دي. چارواکي وایي چې یاد کسان د داعش له افراطي نظریاتو اغېزمن شوي وو

March 10, 2026

بحرین یو هندی مخابراتي انجنیر د دې په تور نیولی چې ګواکې د اسرائیلو د موساد استخباراتي ادارې سره یې حساس جغرافیایي معلومات او د څارنې اړوند مواد شریک کړي دي

March 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *