تازه خبرونه

د افغانستان نوې قانون له بشري حقونو سره په ضد دي

د افغانستان حکومت دا نوې قانون عادلانه بلي خو بل اړخ ته د بشري حقونو استازې وایی چې دا نوې ټولنیزه تګلاره د اسلامي شریعت او نړیوال قانون سره په ضد کې ده
د افغانستان حکومت نوي قانون په نړۍ کې د بشري حقونو سازمانونو بیله بیل غبرګونونو راپارولي دي

د افغانستان حکومت نوي قانون په نړۍ کې د بشري حقونو سازمانونو بیله بیل غبرګونونو راپارولي دي

د افغانستان حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د طالبانو ټول نافذ شوي قوانین په بشپړه توګه له شریعت سره سمون لري او خبرداری یې ورکړی چې پر دغو قوانینو هر ډول اعتراض به د شریعت مخالفت وبلل شي او قانوني چلند به ورسره وشي

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې د افغانستان حکومت له لوري د جزايي طرزالعمل، د ښځو پر ضد محدودیتونو او د عادلانه محاکمې د نشتوالي په اړه کورنۍ او نړیوالې نیوکې مخ په زیاتېدو دي
له نړیوالو د بشري حقونو سازمانونو او یو شمیر پلیټ فورمونو دا نوې قانون غیرانساني او د انساني حقونو څخه سرغړونه بللې دا او ویلي ی دي چې دا د طالبانو د سخت دریځۍ دوام او د بحث، اصلاح او بدلون پر وړاندې د دروازو تړل ښایی

د افغانستان عبوري حکومت نوي قانون او ټولنیزې تګلارې په اړه غبرګون
په داسې وخت کې چې د افغانستان طالبانو عبوري حکومت خپل نوې شرعي قانون عادلانه بلي ،ددې په غبرګون کې د طالبانو جزايي طرزالعمل د دیني عالمانو ، وکیلانو او د بشري حقونو بنسټونو له خوا په پراخه کچه تر نیوکو لاندې راغلی دې

د سیاسي کارپوهانو ترمخه د افغانستان طالبانو دا ډول مطلق‌العنانه حکومتولي کورني اختلافات ژوروي او د بشري حقونو کړکېچ اوږدوي، پوهان ټینګار کوي او زیاتوي چې دا رقم نوې قانون افغانستان په نړۍ کې یواځې کوي او د نړۍ هیوادونو ی دوی سره اړیکې پریکوي

پوهان ، وکیلان او د بشري حقونو سازمانونو استازې وایی چې دا قانون جبري دې، متضاد او له دودیزو اسلامي فقهي اصولو سره په ټکر کې دې
دلته د افغان حکومت دې نوي قانون په اړه باید وویل شی چې د طالبانو د عدلیې وزارت دا اعلان کړی چې پر دغو قوانینو پوښتنه کول د شریعت پوښتنه ګڼل کېږي، چې په قصدي ډول د دین او سیاسي واک ترمنځ کرښه له منځه وړي
پوهان وایی او ټینګار کوي چې قانوني نیوکې غیر اسلامي یا جرمي په نومولو سره طالبان د بنسټیزو ستونزو د حل پر ځای اختلاف او مخالفت جرم ګرځوي ،پوهان زیاتوي چې دا دریځ محکمې د عدالت د مرکزونو پر ځای د ایډیالوژیک تطبیق په وسایلو بدلوي
د بشري حقونو کارپوهان د افغانستا نوي قانون په اړه خبرداری ورکوي چې د طالبانو تعبیرونه د افغانستان له تاریخي اسلامي دودونو سره په ټکر کې دي، کوم چې تل د بحث او فقهي تنوع اجازه ورکوله ، دوی ټینګار کوي چې وس د نوي قانون له لارې د غږ اوچتولو او پوښتنه کولو باندې بندیزونه لګول شوي کوم چې د بشري حقونو څخه سرغړونه ده
پوهان وایی چې د طالبانو مشرتابه د نیوکو پر وړاندې د خبرو اترو، اصلاحاتو او حساب ورکونې پر ځای له سخت دریځۍ او د عدلي تعقیب له ګواښونو کار اخلي کوم چې له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده او دې کار ته په دوام ورکولو به افغان طالبان له نړۍ یواځې پاتې شی او ټوله نړۍ کې به ددوی پر ضد غبرګونونو را اوپارول شي
پوهان وایی چې د افغانستان طالبانو نوي قانون لاه لارې ښځې تر ټولو ډېر اغېزمنې شوې دي، ځکه دا قوانین له عامه ژوند، قانوني خوندیتوب او عدالت ته له لاسرسي څخه یې سیستماتیک محرومیت پیاوړی کوي کوم چې ښکار له ښځو له حقونو سره پر ضد دې

د بشري حقونو کارپوهان وایی او ټینګار کوي چې دا چلند په ټولنه کې ژور درزونه پیدا کوي او افغان ټولنه د ایډیالوژیک او جنسیتي کرښو پر اساس لا زیاته وېشي ،پوهان ټینګار کوي او زیاتوي چې د دین کارول د نیوکو د غلي کولو لپاره هم قانون کمزوری کوي او هم دین، ځکه شریعت د اخلاقي لارښود پر ځای د کنټرول وسیله ګرځي
دلته پوهان وایی چې پر نیوکو کوونکو ګواښونه د واکمن رژیم بې‌باوري او د مشروعیت کمزورتیا څرګندوي، پوهان زیاتوي چې دا نه د ځواک او نه د اعتماد څرګندوه ده بلکې دا ټولنه کې بې باوري رامنځته کوي

پوهان وایی چې دا ډول مطلق‌العنانه حکومتولي کورني اختلافات ژوروي، د بشري حقونو کړکېچ اوږدوي او افغانستان لا ډېر نړیوال انزوا ته بیايي

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *