د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۷مه، مولوي شیر علي په کابل کې د وژل شوي افغان خارجي وسلهوال قاري ایوب چې په ذاکر نامه مشهور وو د جنازې پر مهال یوه پاروونکې او افراطي وینا وکړه
په دې وینا کې تاوتریخوالی د دیني فریضې په توګه وړاندې شو او داسې توندې خبرې پکې وشوې چې په سیمه کې ی د ناامنۍ او بې ثباتې په اړه یو سختې اندیښنې راپورته کړې
د سیمې هېوادونو ته ګواښونه
مولوي شیر علي په خپله وینا کې د ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان حکومتي نظامونه غیر اسلامي وبلل او پاکستان ته ی ښکاره ګواښونه وکړل
نوموړي د وسلهوال تاوتریخوالي، غچ اخیستنې او حتی پر اسلاماباد ی هم د افغانستان اسلامي امارت سپین بیرغ د پورته کولو ګواښ هم وکړو
د پاکستان غبرګون
په ځواب کې، د پاکستان امنیتي او حکومتي سرچینو دغه ګواښونه په کلکه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې پاکستان به هېڅکله د تاوتریخوالي پارونه او سرحد پورې غاړې افراطیت ونه زغمي چارواکو وویل چې پاکستان د خپلې خپلواکۍ د دفاع، د ملي امنیت د ټینګښت او د هر ډول وسلهوالو او ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې ژمن دی
پاکستاني چارواکو دا هم روښانه کړه چې د افغانستان له خاورې راولاړېدونکې افراطي ویناوې د سیمې سولې ته جدي خطر پېښوي او غوښتنه یې وکړه چې عام پلیټفارمونه دې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ګواښونو او پارونو لپاره ونه کارول شي
د سیمې پر امنیت اغېزې
امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي چې دا ډول ویناوې د افراطي فکر د لا توندېدو نښه ده او دا څرګندوي چې د وژل شویو وسلهوالو جنازې د تحریک او ایډیالوژیک پارونې لپاره کارول کېږي
شنونکي وایی چې په افغانستان کې داسې افراطي ویناوې د مرکزي او سویلي اسیا د ثبات لپاره خطرناک پایلې ولري
د څار او حساب ورکونې غوښتنه
څارونکي د افراطي پیغامونو د نږدې څار، د سیمې هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او د کلکو مخنیوي ګامونو غوښتنه کوي، څو د ګواښونو، تاوتریخوالي او سرحد پورې غاړې وسلهوال فعالیتونو عادي کېدل ودرول شي
دا هم باید یادونه وشی چې پاکستان بیا بیا په نړیوالو پلیټ فورمونو د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره روښانه دریځ وړاندې کړې دې او غوښتنه ی کړې ده چې د افغان خاوره باید د ګاونډي هیوادونو پر ضد و نه کارول شي