...

افغان طالبانو پاکستان کې ګډوډۍ لپاره منظمه تګلاره عملي کړې

د افغان طالبانو مشر هیبت الله په مشرۍ کې یو کمیسیون جوړ شوې چې موخه ی دا ده چې په سرحدي سیمو کې قبایلي مشرانو سره غونډې تابیا کړې ترڅو په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر ضد تحریکونه راپیدا کړي
د افغان طالبانو لوری په اعلامیه کې د کمېسیون دندو ته په اشارې ویل شوي چې دا اداره به د داعش د فعالیتونو څارنه کوي

د افغان طالبانو لوری په اعلامیه کې د کمېسیون دندو ته په اشارې ویل شوي چې دا اداره به د داعش د فعالیتونو څارنه کوي

د افغان طالبانو مشر ملا هیبت‌الله اخوندزاده د پاکستان له پولې سره نږدې سیمو کې د ګډوډۍ او سوداګریزو فعالیتونو تر نوم لاندې د سمګلنګ لپاره یو منظم کمېسیون جوړ کړی، چې پراخ واکونه، پراخه استازولي او ځانګړې بودیجه ورته ځانګړې شوې ده
د دغه کمېسیون مشري د طالبانو د سرحداتو او قبایلي چارو وزیر ملا نورالله نوري ته ور سپارل شوې ده
په کمېسیون کې د عمومي استخباراتو ریاست د کډوالو چارو رئیس قاري اسحاق سعید، د قومونو، قبایلو او سرحداتو رئیس محمد اختر شاه هاشمي، د سرحداتو او ګاونډیو هېوادونو رئیس قاري واصل ذاکر او د اصلاحي کمېسیون مشر مولوي قاسم خالد شامل دي
په قندهار کې د افغانستان د زونل مشرانو تر غونډې وروسته، چې د جنورۍ په ۲۱مه ترسره شوې وه، د ملا هیبت‌الله له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له پاکستان سره نښتي پنځه زونونه او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، د سرحداتو وزارت او د جي ډي آیی ادارې په توګه د کمېسیون غړي ټاکل شوي او د بشپړې همکارۍ مکلف ګرځول شوي دي
هغه زونل مشران چې د کمېسیون د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي، پکې د سوېل لوېدیځ زون (قندهار زون) مشر ملا محمد علي حنفي مشهور په ملا شیرین (علي‌زی – قندهاری)، د سوېل ختیځ زون (پکتیا) مشر مولوي مهرالله (علي‌زی – هلمند)، د ختیځ زون (ننګرهار) مشر حاجي نعیم ګل مشهور په حاجي ګل محمد بړیڅ (علي‌زی – هلمند)، د شمال زون (بلخ) مشر یوسف وفا (علي‌زی – قندهاری) او د شمال ختیځ زون (کندز) مشر حاجي محمد خان دعوت (علي‌زی – هلمند) شامل دي
د همدې اعلامیې له مخې، د کورنیو چارو وزارت استازیتوب مرستیال وزیر ملا ابراهیم صدر کوي، د دفاع وزارت استازیتوب مرستیال وزیر ملا فاضل مظلوم پر غاړه لري، په داسې حال کې چې د سرحداتو وزیر پخپله د کمېسیون مشري کوي اود جي ډي ایی درې استازي هم په دې کمېسیون کې شامل دي
په اعلامیه کې د کمېسیون دندو ته په اشارې ویل شوي چې دا اداره به د داعش د فعالیتونو څارنه کوي، د سرحدي ناامنۍ او د ډیورنډ کرښې پر اوږدو کې به د امنیتي ستونزو مخه نیسي او د ګاونډیو هېوادونو فعالیتونه به تر نظر لاندې ساتي
خو سرچینې وايي چې د دغه کمېسیون اصلي موخه د پاکستان په خاوره کې ناامني زیاتول او د ځایي قبایلو له لارې د وسله‌والو ډلو لپاره اسانتیاوې برابرول دي
د سرچینو په وینا، ملا هیبت‌الله دې کمېسیون ته بشپړ واک او ځانګړې بودیجه ورکړې ده همدارنګه ادعا کېږي چې په کمېسیون کې شامل اصلاحي کمېسیون غړي له وړاندې د تحریک طالبان پاکستان ، د حافظ ګل بهادر ډلې او نورو وسله‌والو تنظیمونو سره په تماس کې دی او پر افغان خاوره ورته اسانتیاوې برابروي
سرچینې زیاتوي چې د سرحداتو وزیر ملا نورالله نوري د پاکستان حکومت مخالفو قومي، قبایلي، سیاسي او وسله‌والو ډلو سره مستقیم تماسونه لري او د تېر کال له اکتوبر راهیسې یې له دغو کسانو څخه ګڼ شمېر افغانستان ته وربللي او ورسره یې لیدنې کړي دي
ملا نورالله نوري د همدې پالیسۍ له مخې د پولې دواړو غاړو ته له قبایلي مشرانو سره پرله‌پسې ناستې کوي۔ اوس چې ملا هیبت‌الله په رسمي ډول کمېسیون جوړ کړی او د پاکستان دننه د اړیکو او ګډوډۍ اجنډا یې ورکړې ده، نو د پاک ـ افغان پولې پر اوږدو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې راپورته شوې دي
سرچینې دا هم وایي چې ملا هیبت‌الله د یوې منظمې ستراتیژۍ له مخې په ټول هېواد کې د خپل قوم واک ټینګوي۔ د یاد سرحدي قبایلي کمېسیون ټول پنځه زونل مشران د علي‌زی قبیلې پورې تړاو لري، چې دا پخپله د ملا هیبت‌الله خپله قبیله هم ده

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.