د ضلع خیبر وادي تیراه څخه د اغېزمنو کورنیو د ثبت بهیر دوام لري خو د سختې واورې ورېدو او خراب موسم له امله د کډوالۍ بهیر په موقتي ډول ځنډول شوی دی
د سرچینو ترمخه ، د تیراه درې د اغېزمنو کورنیو د نقل مکاني ۲۱مې ورځې ته رسیدلې خو د وروستۍ سختې واورې ورېدو او ناوړه موسمي حالاتو له امله د نورو کورنیو نقل مکاني درول شوي ده
یو سرکاري اهلکار ایچ ټي این ته ویلي دي چې له وادي تیراه څخه ۷۰ اویا سلنه خلکو ټیټو سیمو ته کډه کړې او خوندي سیمو ته انتقال شوې دي
ایچ ټي این سره په خبرو کې د واودي تیراه پیرمیله اوسیدونکي شاهد وویل چې دوی ته په رجسټریشن مرکزونو کې ستونزې رامخې ته دي او باید د رجسټریشن دا عمل چټک کړې شي
هغه وویل چې په دې سخت ساړه کې د بې کوره شویو کورنیو ماشومان هم د سختو ستونزو سره مخ دي ځکه چې دوی چې له تیراه کډه شول نو په لارو کې په دې شدید موسم کې سخت په تکلیف شول
غوښتنه ی وکړه چې د رجسټریشن په مرکزونو کې دې د ثبت کولو پراسس باید ډیر چټک کړې شی چې له تیراه بې کوره شوی خلک له ستونز بچ شي
د بازار ذخه خیلو وي سی ۳۰ چیرمین خبرجان له ایچ ټي این څخه ځانګړې مننه وکړه چې له وادي تیراه څخه بې کوره شویو کورنیو ستونزې ی رپورټ کړې
نوموړي اوویل چې د رجسټریشن په مرکزونو کې باید کمپوټرو شمیره زیاته کړې شی ترڅو د رجسټریشن عمل چټک کړې شی
دا غوښتنه ی هم وکړه چې بې کوره شویو خلک ته باید مالي مرستې په خپلو خپلو سیمو کې ورکړل شی ځکه له بازار ذخه خیل څخه بیا لاندې سیمو ته راتلل دې کورنیو لپاره ډیر ستونزمن دي
نوموړي د موبایل نیټ ورک د سګنل په اړه هم ټینګار وکړو او غوښتنه ی وکړه چې د موبایل سګنل ستونزې له امله هم خلک په تکلیف کې دي او باید د موبایل نیټ ورک هم ښه چټک کړې شی ترڅو خلک په آسانه مرستې ترلاسه کړي او خپل خپلوانو او نور د کورنۍ غړو سره په وخت اړیکې ټینګې کړي
نوموړي وویل چې په بازار ذخه خیلو او نور اړوند سیمو کې نه خو کارخانې شته او نه د کارروزګار بله کومه وسیله، غوښتنه ی وکړه چې باید دې خلکو سره حکومت ځانګړې مرسته وکړي
یو بل تن احمد وویل چې دوی امن غواړي او دا هم غواړي چې ددې سیمې خلک زده کړې وکړي او د قام او ملک خدمت وکړي
وې ویل چې له وادي تیراه څخه ی کورنۍ پیښور ته کډه کړې او په کرایه ی کور نیولې دې ، زیاته ی کړه چې د غریبۍ له امله ی بچي له تعلیم څخه بې برخې دي
د نادرا د تازه معلوماتو له مخې، د تیراه درې ټول ټال ۱۳ زره او ۷۲۵ اغېزمنې کورنۍ ثبت شوې دي، چې پکې د بایومیټرک تصدیق او د موبایل سم کارتونه هم جاري شوي دي
نادرا د پنځو ثبت مرکزونو له لارې دا بهیر په بریالیتوب بشپړ کړی دی۔ د پایندي چینې د ثبت مرکز کې ۸ زره او ۷۹۷ کورنۍ، د باړه بازار د قمبراباد مارکېټ مرکز کې ۱ زره او ۲۷ کورنۍ، د کمرخېل او آدم خېل ګډ مرکز کې ۹۱۱ کورنۍ، د برقمبرخېل تکیه مرکز کې ۱ زره او ۶۸۷ کورنۍ او د ملک دین خېل بادشاه خان کلي نویه مرکز کې ۱ زره او ۳۰۴ کورنۍ ثبت شوې دي۔
بل لور ته، د سختې واورې له امله په وادي تیراه کې بند پاتې کورنیو لپاره د مرستو عملیات دوام لري۔ د ضلعي انتظامیې او بېلابېلو ملکي ادارو له لوري د رابطه سړکونو د بیا پرانېستلو، د واورو د پاکولو او اغېزمنو سیمو ته د خوراکي توکو او نورو اړینو موادو د رسولو لړۍ دوام لري