د افغانستان د ډیپلوماتیکو او قونسلګریو مامورینو د همغږۍ شورا د طالبانو له لوري د تازه اعلان شوي جزايي طرزالعمل قانون پر ضد سختې نیوکې کړې دي چارواکو دغه اقدام شاتګ ته ورګرځېدونکی ګام بللی، چې د موجوده قانوني چوکاټونو کمزوري کېدو او د بنسټیزو حقونو له جدي ګواښ سره برابر ګڼل کېږي.
د جنسیت پر بنسټ تبعیض او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه
د افغانستان ډیپلوماتیک مامورینوشورا ټینګار کړی چې نوی کوډ د جنسیت پر بنسټ تبعیض ته قانوني بڼه ورکوي او سولهییز بیان جرم ګرځوي۔ دا اقدامات د بشري حقونو له مهمو نړیوالو تړونونو سرغړونه ده، چې پکې د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون شامل دي
د موقف پر بنسټ واک او معافیت
د نوي چوکاټ له مخې، قانوني حساب ورکونه د موقف پر بنسټ واک ته سپارل شوې، چې دیني تطبیق کوونکو ته عملي معافیت ورکوي۔ دغه کوډ نابرابر ټولنیز کټګورۍ رامنځته کوي او داسې قانوني سند بلل شوی چې د وفادارۍ د تحمیل، د پیسو د راټولولو او د وېرې له لارې د کنټرول د ټینګښت لپاره کارول کېږي
د نړیوال څار غوښتنه
د افغانستان مامورینو شورا له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې روان پرمختګونه له نږدې وڅاري۔ چارواکو ټینګار کړی چې د افغان ولس د حقونو د خوندي کولو لپاره د حساب ورکونې د میکانیزمونو ملاتړ ډېر مهم دی
نړیوالې اندېښنې ‘د یاد کوډ اعلان د ډیپلوماتانو، د بشري حقونو د ادارو او نړیوالو حقوقي کارپوهانو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولې دي۔ شنونکي خبرداری ورکوي چې دا قانون ښايي ټولنیز طبقات نور هم ټینګ کړي او افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه نور هم بیل او یواځې کړي.
نور ولولئ