تازه خبرونه

قطر پاکستاني ډاکټرانو لپاره لویه ګټوره پالیسي اعلان کړې

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي
د اقتصادي او زده کړې کارپوهان وایی چې د قطر حکومت له لوري پاکستاني ډاکټرانو او نورو کارکوونکو لپاره به د قطر هیواد دا پالیسي ډیره ګټه ثابته شي

د اقتصادي او زده کړې کارپوهان وایی چې د قطر حکومت له لوري پاکستاني ډاکټرانو او نورو کارکوونکو لپاره به د قطر هیواد دا پالیسي ډیره ګټه ثابته شي

قطر د پاکستان د کالج آف فزیشنز اینډ سرجنز سي پي ایس پي له لوري ورکړل شوو طبي اسنادو د لایسنس په اړه مهمه پریکړه کړې ده او ددې اسناد درجه ی لوړه کړې ده ، د قطر لوری دا طب شعبې سره تړاو لرونکو لپاره او په قطر کې د کار کولو په لټه کې د پاکستاني ډاکټرانو لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

په قطر کې د پاکستان سفارت د دې پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه به د سي پي ایس پي اسناد لرونکو ډاکټرانو لپاره په دغه هېواد کې د پریکټس کولو اجازه ترلاسه کول اسانه کړي ، د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي
له دې سره به هغه پاکستاني ډاکټران چې د سي پي ایس پي فرسټ او سېکنډ فېلوشېپ لري، د لایسنس اخیستو چټک او ساده بهیر څخه ګټه پورته کړي.

دلته دا مهمه ده چې یادونه وشی چې تر ټولو مهم بدلون دا دی چې وړ سي پی ایس پي اسناد لرونکي ډاکټران به د پرومیټرک ازموینې څخه معاف وي، چې دا د سي پي ایس پي د روزنې معیارونو او کیفیت په اړه د قطر د ادارو باور څرګندوي ، چارواکي وايي چې دا پرېکړه د سي پي ایس پي د تعلیمي او کلینیکي روزنیزو پروګرامونو له پراخې ارزونې وروسته شوې ده ، د قطر اړوندو ادارو دغه طبي اسناد په رسمي ډول د عملي طبابت لپاره منلي دي، چې تمه کېږي له دې سره به د پاکستاني ډاکټرانو د کار موندنې او مسلکي پرمختګ امکانات په څرګند ډول زیات شي.

دا اقدام د سي پي ایس پي نړیوال حیثیت ته هم وده ورکوي، ځکه چې اوس یې اسناد د قطر د منل شوو طبي اسنادو په لېست کې شامل شوي دي
دا پېژندنه به پاکستاني متخصصینو ته نه یوازې په قطر کې، بلکې د خلیج په نورو هېوادونو کې هم د کاري فرصتونو د زیاتېدو لاره هواره کړي ، دلته باید یو مهم ټکې ته هم پاملرنه وشی چې دا پالیسي د قطر د روغتیايي سکتور د پراختیا اړتیاوې هم پوره کوي، ځکه دغه هېواد به وکولای شي له مسلکي او باور وړ پاکستاني طبي پوهانو څخه ګټه واخلي
دلته مهمه ده او باید یادونه وشی ، د میډیکل او اقتصاد پوهانو ترمخه دا پرمختګ د پاکستان او قطر ترمنځ د روغتیا او تعلیم په برخو کې د همکارۍ د پیاوړتیا څرګندونه هم کوي او تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې به د پاکستاني طبي مسلکي کسانو لپاره نوې دروازې پرانیزي.

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *