په داسې وخت کې چې د خیبر پښتونخوا حکومت د وادي تیراه متاثرینو لپاره ۴ څلور اربه روپۍ فنډ هم جاري کړې ،صوبایی اداره پر وفاق پړه اچوي چې د پوځ د پریکړه له امله له تیراه څخه ځایی اولس کډه کول پیل کړي دي خو ددوی دا دعوي ناسمې دي ، د ځایی سرچینو ترمخه دا د کلونو راهیسي د وادي تیراه خلکو عام تګلاره ده چې د ژمي په موسم کې له تیراه څخه لاندې سیمو ته کډه کیږي ځکه په وادي تیراه کې په دې ورځو کې سخته واوره کیږي
بل لوري ته تیراه سیمه ۷۵۰۰ فوټه لوړوالې لري نو بیا په دې ژمې کې په دې سیمه کې ژوند سخت وی او خلک د ضلع خیبر ټیټو پرتو سیمو ته راځي ، د ځایی خلکو ترمخه د ژمي په موسم کې په دې سیمه کې بشپړه توګه واوره کیږي او هېڅ کورنۍ نشي کولی هلته د سخت ژمي پر مهال ژوند ته دوام ورکړي نو دوی ښکته سیمو ته تګ یو مجبوري وي چې راشي.
د چارواکو ترمخه دا مهال په تیراه کې هېڅ ډول پوځي عملیات نه دي روان. پوځ په رسمي توګه د کوم عملیات اعلان نه دی کړی، د چارواکو ترمخه له وفاق لوري هیڅ داسې کومه اعلامیه نه ده خپره شوې چې په وادي تیراه کې به اپریشن کیږي ، ترمخه د خیبر پښتونخوا حکومت پخپله دا تګ راتګ “موقتي او په خپله خوښه بللی دی او د خلکو بې کوره کیدل هیڅ په زور زیاتي باندي نه دي ترسره شوي.
بل لوري ته د چارواکو ترمخه د ژمی موسمو د عملیاتو موسم نه ګڼل کېږي. کله چې عام خلک د موسم له امله سیمه پرېږدي، وسله وال عناصر هم سیمه خالي کوي او هېڅوک په یخو او تشو غرونو کې نه پاتې کېږي د چارواکو ترمخه کومې ستونزې چې د وادي تیراه خلکو ته پېښې شوې، هغه د ملکي ادارو د کمزوري پلان جوړونې او خراب مدیریت له امله وې، نه دا چې څوک ی په زور بېکوره کړي دي.
دلته دا هم مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د خیبر پښتونخوا حکومت د وادي تیراه متاثرینو لپاره ۴ اربه روپیو د مرستې اعلان کړی و، خو د ثبت محدود مرکزونه او د کارکوونکو کمښت د اوږدو قطارونو او ټرافیکي بندښت سبب شول، چې خلکو ته یې زیات تکلیف ور واړول د چارواکو ترمخه عادي موسمي کډوالي د خراب انتظامي مدیریت او ناسمې بیانیې جوړولو له امله د بحران په بڼه وړاندې شوه چې وفاقي حکومت بدنام کړي دلته باید دې خبرې او ټکي ته هم پاملرنه وشی چې د مرستندویه کېمپونو اړتیا ځکه نه وه، چې ډېری کورنۍ په باړه او شاوخوا ټیټو سیمو کې خپل کورونه او د اوسېدو ځایونه لري ، چیرته چې په ژمې کې هم دا کورنۍ پاتې کیږي دلته ددې خبرې هم باید چې یادونه وشی چې نن د دفاع وزیر خواجه محمد آصف هم خبرې غونډې ته اوویل چې د وادي تیراه اپریشن په اړه دوی کومه اعلامیه نه وه جاري کړې او دا د خیبرپښتونخوا حکومت ذمه واري وه او وس دوی د خپلې ناکامۍ پټولو لپاره حکومت بدناموي دا هم باید یادونه وشی چې خواجه آصف وویل چې د دسمبر په ۱۱مه د کډوالۍ په اړه یوه جرګه ترسره شوه، چې پکې د ناقانونه ګرځول شوې ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان غړي هم موجود وو۔ نوموړي وویل چې په دې جرګه کې د نقل مکانۍ په اړه له ۲۴ تر ۳۶ پورې ټکي شامل وو ، هغه زیاته کړه چې ټي ټي پي له صوبایي حکومت سره د ۴ اربه روپیو د کډوالۍ مرستندویه پیکج په اړه خبرې اترې وکړې، چې وروسته دغه پیکج منظور هم کړای شو