فرانسوي چارواکو په بحیره روم کې د ګرینچ په نوم د روسیې د تېلو یو ټانکر نیولی دی. چارواکي وايي، یاد بېړۍ مناسب رسمي ثبت نه درلود او شک پرې کېده چې د روسیې پر تېلو لګېدلي نړیوال بندیزونو څخه د تېښتې هڅه کوي. په بحیره روم کې د ټانکر نیول
د فرانسې د سمندري امنیت ادارو په وینا، دا بېړۍ د روسیې د تش په نوم شیډو فلیټ برخه ده، چې د لوېدیځو بندیزونو د تېښتې لپاره د مبهم مالکیت او جعلي ثبت له لارې کارول کېږي. چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې د بیړۍ هندي کپتان نیول شوې د بېړۍ کپتان چې د هند تابعیت لري، د پلټنو لپاره نیول شوی او دا مهال له فرانسوي قضایي چارواکو سره همکاري کوي.
نور د عملې غړي، چې ویل کېږي هغوی هم هندي اتباع دي، تر اوسه پر بېړۍ پاتې دي او پلټنې روانې دي سیوري بېړۍ او له بندیزونو تېښته کارپوهان وايي، دا ډول شیډو فلیټ په زیاتېدونکي ډول د بندیزونو د ماتولو لپاره کارول کېږي، چې د اروپا د سمندري ادارو لپاره د قانون پلي کول لا ستونزمن کړي دي. فرانسوي چارواکو ویلي چې دا عملیات د ناقانونه تېلو سوداګرۍ د څارنې او مخنیوي د پراخو هڅو برخه ده پلټنه او قانوني ارزونه فرانسوي چارواکي د بېړۍ بیرغ، اسناد او د ممکنه جعلي ثبت موضوع څېړي. پلټونکي هڅه کوي معلومه کړي چې ایا دا بېړۍ په قصدي ډول خپل د تیلو په اړه روسی ملیکیت پټ کړي او له نړیوالو بندیزونو څخه ځان وژغوري او که نه