...

د افغان طالبانو قانون د هندوانو طبقاتي نظام سره سمون خوري

د افغانستان طالبانو پر نوی قانون دیني عالمانو د ژورو اندیښنو څرګندونه کړې ده او دای اسلام سره په مخالف بللې دې
د افغان طالبانو په دې طبقاتي نظام د نړۍ مسلمانانو او عالمان ګوتې راپورته کړي دي

د افغان طالبانو په دې طبقاتي نظام د نړۍ مسلمانانو او عالمان ګوتې راپورته کړي دي

په افغانستان کې په دې وروستیو ورځو کې د شریعت اسلامیه تر نوم لاندې چې کوم قانوني او ټولنیز احکام نافذ شوي دي، د اسلامي نړۍ د بېلابېلو فقهي مکتبونو عالمانو پرې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ځانګړي ډول د افغان ټولنې د ازاد او غلام په څېر طبقو وېش او د جرمونو سزاوې له ټولنیز مقام سره تړل د قرآن او سنتو له ښکاره لارښوونو سره په ټکر کې بلل شوي دي.

د علماوو په وینا، دا ډول فکر نه یوازې د اسلامي تعلیماتو خلاف دی، بلکې د انساني کرامت او مساوات له بنسټیزو اصولو سره هم تضاد لري.

د دیني عالمان په ګډ بیان کې ویل شوي چې اسلام انسانان د نسل، قبیلې، طبقې یا ټولنیز مقام پر بنسټ نه دي وېشلي، بلکې ټول انسانان یې برابر بللي دي. قرآن کریم په څرګندو ټکو اعلان کړی چې د الله په نزد تر ټولو عزتمند هغه څوک دی چې تر ټولو زیات متقي یعني پرهیزګار وي.

د دې سره سره که یو ټولنه د ازاد او غلام په نوم ووېشل شي او د یوه جرم لپاره بېلابېلې سزاوې وټاکل شي، نو دا شریعت نه، بلکې ښکاره بې‌عدالتي ده.

عالمان وایي دا تصور اسلامي نه دی، بلکې د هندو مذهب د ذات پات له نظام سره ورته والی لري، چې پکې د انسان ارزښت د هغه د طبقې له مخې ټاکل کېږي.

اسلام د جاهلیت په وخت کې د غلامۍ ، طبقاتي توپیر او د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول پای ته ورسول. د رسول اکرم ﷺ د بعثت له بنسټیزو موخو څخه یوه دا وه چې انسانان د انسان له غلامۍ وباسي او د الله بندګۍ ته یې راوبولي.

د حجت الوداع په خطبه کې نبي کریم ﷺ په څرګندو ټکو وفرمایل چې نه عرب پر عجمي برلاسی لري، نه عجمي پر عرب، نه سپین پر تور او نه تور پر سپین، پرته له تقوا. د علماوو په وینا، که نن د اسلام تر نوم لاندې داسې قوانین نافذ شي چې د انسانانو ترمنځ توپیر ته وده ورکړي، نو دا نه یوازې د اسلامي تعلیماتو له روح سره په ټکر کې دي، بلکې د رسول اکرم ﷺ د بنسټیز پیغام هم ښکاره انکار دی.

سربېره پر دې، علماوو پر دې هم اندېښنه څرګنده کړې چې په دغو احکامو کې د ښځو حقوق، انساني ازادي او عدالتي انصاف له خپو لاندې شوې دې .

د دوی په وینا، په اسلام کې د سزا تصور هم پر عدل، شفافیت او مساوات ولاړ دی، نه پر دې چې د زورورو او کمزورو لپاره بېلابېل معیارونه وټاکل شي. که یو عالم یا بااثره کس یوازې په نصیحت پرېښودل شي او یو عادي وګړي ته د کوړو یا بند سزا ورکړل شي، نو دا اسلامي عدالت نه، بلکې د ځواک پر بنسټ د قانون پلي کول دي.

علماوو د افغان طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې که ځان شرعي اسلامي حکومت بولي، نو دا دعوه دې په عملي ډول د قرآن او سنتو له مخې ثابته کړي. د هغوی په اند، اړینه ده چې پر هغو ټولو قوانینو او احکامو بیاکتنه وشي چې د جاهلیت دورې یاد تازه کوي.

اسلام چې د ټولنیز مساوات، انساني وقار او عدل و انصاف کوم بنسټ ایښی، د هماغو ارزښتونو بیا راژوندي کول د هر اسلامي نظام اصلي پېژندنه کېدای شي. که نه، نو د شریعت تر نوم لاندې دا ډول اقدامات به په نړۍ کې د اسلام انځور لا ډېر خراب کړي او د مسلمانانو ترمنځ به فکري وېش ته لا پراختیا ورکړي.

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.