تازه خبرونه

د خیبر انتظامیه: په وادي تیراه کې د سرکونو پاکولو اپریشن دوام لري

د خیبر انتظامیه لوری د تیراه خلکو ته سپارښتنه شوې ده چې د خراب موسم وضعیت له امله دې دوی له سفر څخه ډډه وکړي
په وادي تیراه کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ او ترهګریزې یو شمیر پیښې وشوې

په وادي تیراه کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ او ترهګریزې یو شمیر پیښې وشوې


ضلع خیبر: د ضلع خیبر د تیراه درې په سیمه کې د سختې واورې ورېدو له امله رامنځته شوې بېړنۍ وضعیت ته په کتو، د ریسکیو ۱۱۲۲ مرستندویه عملیات له تېرو ۳۶ ساعتونو راهیسې پرله‌پسې روان د

د ضلع خیبرډپټي کمشنرله دفتر څخه په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې صوبایی حکومتي اړوند ادارې ۱۱۲۲ او د پی ډي ایم اې اهلکار له تیراه څخه په عارضي توګه بې کوره شوو کورنیو لپاره اسانتیاوې برابروي او په کومو ځایونو کې چې سرک بند شوې ، د سرک خلاصولو، د واورې لیرې کولو لپاره په بیړني توګه اپریشن دوام لري
د سختې یخنۍ، منفي تودوخې درجې او ستونزمن غرني لارو سره سره، د ریسکیو کارکوونکي په میدان کې موجود دي او بې له ځنډه خپلې مرستندویه چارې ترسره کوي.


د ریسکیو عملیاتو جزیات


د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیمونو د بیړنیو موټرو او درنو ماشینونو په مرسته په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي او تر دې دمه یې له ۱۱۰۰ څخه زیات اغېزمن کسان په خوندي ډول ژغورلي دي. سربېره پر دې، په واورو کې بندې شوې له ۱۲۰ څخه زیاتې وسایط هم ایستل شوې دي.


د ریسکیو ټیمونو ګډون


په دې پراخ مرستندویه عملیاتو کې د ضلع خیبر ترڅنګ د پېښور، مردان، صوابۍ او نوشهرې څخه تر ۱۰۰ زیات ریسکیو افسران او کارکوونکي برخه اخلي. له بېلابېلو ضلعو څخه راغلي ټیمونه د ځایي ریسکیو کارکوونکو سره په ګډه په اغېزمنو سیمو کې مرستندویه چارې ترسره کوي.
اغېزمنو کسانو ته د مرستو رسونه


ریسکیو کارکوونکو اغېزمن کسان پر وخت خوندي ځایونو ته لېږدولي او هغوی ته یې اړینه طبي مرسته، خوراکي توکي او نورې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د سختو موسمي شرایطو سره سره مرستندویه فعالیتونه په چټکۍ سره روان ساتل شوي دي.


عملیات لا هم روان دي


د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، د تیراه درې وضعیت تر دوامداره څار لاندې دی او نور مرستندویه عملیات لا هم روان دي. له ولس څخه غوښتنه شوې چې له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي او د هر ډول بېړني حالت په صورت کې سمدستي له ریسکیو ۱۱۲۲ سره اړیکه ونیسي.


د آیی ډي پیز رجسټریشن لپاره نوي مرکزونه جوړ شوي: د خیبر انتظامیه
د ضلع خیبر ډپټي کمشنر له دفتر څځه جاري شوې اعلامیی ترمخه د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي په لارښوونه له تیراه څخه راغلو کورنیو لپاره نوي مرکزونه پرانستل شوي چرته چې ددې کورنیو رجسټریشن په منظم ډول دوام لري

په خپرپاڼه کې وایی چې د پائنده چینه ترڅنګ په باړه کې په درې (۳) مرکزونو کې د ضلعي انتظامیې تر څار لاندې د ثبت شفاف عمل دوام لري او ایډیشنل ډپټي کمشنر احسان‌الله، اسسټنټ کمشنر باړه او جمرود، او نور ضلعي افسران د بې‌ځایه شوو کورنیو د اسانتیا لپاره په مرکزونو کې موجود دي۔
په باړه کې د بېلابېلو قومونو لپاره په ثبت مرکزونو کې ځانګړي کاونټرونه جوړ شوي دي او ټول ثبت مرکزونه په بشپړ ډول فعال کړل شوي دي۔


په کاونټرونو کې د ضلعي ادارو کارکوونکي، قبایلي مشران، نادرا، شخصي بانکونه او د زونګ شبکې عمله ځای پر ځای شوې ده۔
د پولیو واکسینیشن ریکارډ او د قومونو د مشرانو له لارې د تصدیق (ویریفیکیشن) وروسته، د نورو مرحلو په وسیله د ثبت بهیر پرله‌پسې روان دی۔د پائنده چینه په ګډون په نورو مرکزونو کې هم ټولې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې شوې دي۔
په خبرپاڼه کې وایی چې د تیراه درې په ټولو سیمو کې د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو اړتیاوو رسونه باوري کړل شوې ده۔


د سرکونو د پاکولو عملیات روان دي: د خیبر انتظامیه


د ضلع خیبر انتظامیه لوري خپور بیان کې ویل شوي دي چې په تیراه درې کې تر اوسه د کلیرنس عملیات دوام لري او د خیبر ډپټي کمشنر کیپټن (ر) بلال شاهد راؤ د نورو انتظامي افسرانو سره یو ځای د کلیرنس عملیاتو د څارنې لپاره په تیراه درې کې موجود دی۔


په دې عملیاتو کې د خیبر پښتونخوا حکومت د سي اینډ ډبلیو های ویز څانګه، پاک پوځ، فرنټیر کور، ریسکیو ۱۱۲۲ او نور اړوند ادارې برخه اخلي۔ چارواکو ویلي چې تر بشپړ روټ کلیرنس پورې به عملیات دوام ولري۔
انتظامیه لوري ځایی خلکو ته ځانګړې لارښوونه
د وادي تیراه اوسېدونکو ته د خراب موسمي وضعیت له امله سپارښتنه شوې چې تر بل امر پورې له سفر څخه ډډه وکړي۔

Related Articles

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

ټرمپ پالیسۍ نه یوازې منځنی ختیځ ته لا زیاته بې‌ثباتي راوستې ده، بلکې په نړیوال سیاست کې د نوو بلاکونو د جوړېدو امکانات هم رامنځته کړي دي

March 11, 2026

د امریکا چارواکو د ابراهيم کايمي په نوم ۱۹ کلن افغان اصلي اوسېدونکی او د هغه یو همکار د نیویارک ښار په یوه مظاهره کې د بمي چاودنې د هڅې په تور نیولي دي. چارواکي وایي چې یاد کسان د داعش له افراطي نظریاتو اغېزمن شوي وو

March 10, 2026

بحرین یو هندی مخابراتي انجنیر د دې په تور نیولی چې ګواکې د اسرائیلو د موساد استخباراتي ادارې سره یې حساس جغرافیایي معلومات او د څارنې اړوند مواد شریک کړي دي

March 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *