...

وادي تیراه کې ترهګري او د صوبایی حکومت پریکړه

د وادي تیراه اپریشن پریکړه له هغې وروسته شوې ده چې د وسله والو سره د مشرانو یو شمیر جرګې ترسره شوې او د صوبایی حکومت سره د سلا وروسته د اپریشن پریکړه وشوه
پاک افغان پوله تورخم سره نزدې د تیراه په سیمه کې امنیتي ځواکونو د اپریشن پریکړه کړې ده

پاک افغان پوله تورخم سره نزدې د تیراه په سیمه کې امنیتي ځواکونو د اپریشن پریکړه کړې ده

د کال ۲۰۲۵ په وروستیو کې پاک افغان بارډر سره نزدې د ضلع خیبر په وادي تیراه کې یو شمیر د ناامنۍ پیښې رامنځته شوې

په دې ترهګریزو پیښو کې ځایی اولس او د پاکستان پوځ سرتیري له ترهګرو له لوري په نښه شول او شهیدان کړې شول

د ضلع خیبر په شمول د خیبر پښتونخوا په یو شمیر سیمو کې په پولیسو او امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ، حافظ ګل بهادر او جماعت الاحرار ډلې په خپله غاړه اخلي

هم دا ی لامل وو چې د صوبایی حکومت سره په سلامشوره د پاکستان امنیتي ځواکونو پریکړه کړې ده چې په تیراه کې په راتلونکې دو میاشتو کې د ترهګرو پر ضد عملیات ترسره کړي ترڅو دا سیمه له ترهګرو پاکه کړي او د ځایی اولس ژوند او مال خوندي کړي

له وادي تیراه څخه د ځایی خلکو نقل مکاني دوام لري، که یو اړخ ته دا بې کوره شوي خلک له ستونزو سره مخ دي نو بل اړخ ته ددې خلکو مرستو لپاره د پی ډي ایم ایې ،ضلعي انتظامیه او د پاکستان امنیتي ځواکونه هم دې بې کوره شوو خلکو سره هره ممکنه مرسته کوي

د ضلع خیبر له انتظامیه لوري خپره خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې له تیراه څخه یو شمیر کورنۍ چې په عارضي توګه کډه کوي،د سختو واورو او باران څخه وژغورل شول او دوی په پاینده چینه سیمه کې په عارضي ډول جوړ شوي کیمپ ته ورسول شول

انتظامي چارواکي وایی په یاد ځای کې دې کورنیو لپاره د خوراک او او استوګني بندوبست هم شوې دې ترڅو په عارضي توګه دې بې کوره شوې کورنیو ژوند خوندي شي

که څه هم د وادي تیراه د اپریشن او په عارضي توګه د نقل مکانۍ په اړه یوه منفي پروپیګڼده دوام لري خو بل اړخ ته ټول اولس ته معلوم ده چې د صوبایی حکومت سره د مشرانو جرګو، سلا مشورې وروسته په وادي تیراه کې د اپریشن پریکړه شوې ده ترڅو دا سیمې له ترهګرو پاکې کړې شي

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.