...

وادي تیراه متاثرینو سره په بیړني ډول مرستې دوام لري: د خیبر انتظامیه

د پاکستان پوځ ځوانان او نور حکومتي اهلکار په سختو واورو او بارانونو کې له تیراه څخه په عارضي ډول کډه کوونکو سره مرستې کوي او له سرکونو څخه واورې صفا کوي
د صوبایی حکومت سره په سلا مشوره امنیتي ځواکونو په وادي تیراه کې د ترهګرو پر ضد اپریشن کوي

د صوبایی حکومت سره په سلا مشوره امنیتي ځواکونو په وادي تیراه کې د ترهګرو پر ضد اپریشن کوي

ضلع خیبر: پاک افغان پوله بارډ سره نزدې د ضلع خیبر له وادي تیراه څخه د ځایی خلکو نقل مکاني شروع ده، د باران او واورې وریدلو له امله نورو ځایونو ته په رسیدو کې دې خلکو ته سختې ستونزې رامخي ته شوي دي
د ضلع خیبر ضلعي انتظامیه لوري په یو خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د وادي تیراه څخه کډه کوونکو کورنیو لپاره ی اسانتیاوې او سهولتونه برابر کړي دي او په لارو کې د سرکونو پاکولو لپاره اړوند ادارو ته لارښوونه کړې ده ترڅو له تیراه څخه خلک په خوندي توګه نورو سیمو ته کډه شي

د ډپټي کمشنر ضلع خیبر دفتر وایی چې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمد سهیل آفریدی په ځانګړو لارښوونو د خیبر ضلعي انتظامیې تر څار لاندې د وروستۍ واورې اورېدو له امله بند پاتې شوي آی ډي پیز دخوندي ځایونو ته د انتقالولو لپاره بیړني اقدامات روان دي۔
په خبرپاڼه کې وایی چې بند پاتې کورنۍ د پائنده چینه ښوونځي او هاسټل ته لېږدول کېږي او د بیړنیو مرستو په لړ کې د پي ډي ایم اې له لوري ۱۲ ټرکونو چې د امدادي توکو ډک دي متاثرینو لپاره لیږدول شوي دي
ضلعي انتظامیه وایی چې په په یادو ټرکونو کې ۱۵۰ کمبلې، ۵۰۰ مېټرسونه، ۵۰۰ خیمې، ۵۰۰ بړستې ، ۲۰۰ بزکي، ترپالونه، شیټونه، سویټرې، د ماشومانو لپاره ګرم کالي او نور ضروري توکي شامل دي، چې نن به اغیزمنو کورنیو له ورکړل شي
په خبرپاڼه کې وایی چې له پېښوره د رېسکیو ۱۱۲۲ له لوري د ۲۰ څخه زیاتو امبولانسونو پر مشتمل قافله وادي تیراه ته رسېدلې ده۔ ټولې اغېزمنې شوې کورنۍ به نن شپه هاسټل او د پائنده چینه ښوونځي ته په خوندي ډول ولېږدول شي۔
په بېلابېلو لویو لارو بند پاتې کسانو ته بیړنۍ مرستې په چټک ډول ورکول کېږي۔ د رېسکیو ۱۱۲۲ د ټیمونو تر څار لاندې لومړی ښځې او ماشومان او وروسته نارینه خوندي ځایونو ته انتقالېږي۔خیبر: د ژغورنې او مرستې چارې به تر ناوخته پورې روانې وي، تر څو ټولې کورنۍ خوندي ځایونو ته ورسول شي۔
بل لوري ته له وادي تیراه څخه راغلي راپورونه وایی چې د پاکستان آرمي ځوانان هم په لارو کې له تیراه څخه په عارضي ډول نقل مکاني کوونکو کورنیو سره مرستې کوي، په رسنیو داسې انځورونو خپاره شوي دي چې پکې د پاکستان پوځ ځوانان په سختو واورو کې له تیراه متاثرینو سره مرستې کوي، له سرکونو څخه واورې صفا کوي ترڅو ځایی خلک په خوندي ډول نورو خوندي سیمې ته ورسي

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.