تازه خبرونه

پاکستان : د غزه امن بورډ کې ګډون به د فلسطیني اولس غوښتنو سره سم وي

پاکستان تل په نړیوالو فورمونو او د ملګرو ملتونو په پلیټ فارم د فلسطین په اړه یو روښانه دریځ وړاندې کړې او د یو آزاد او خپلواک فلسطیني ریاست غوښتنه ی کړې چې مرکز ی القدس شری وي
د غزه امن بورډ، د امنیتي او دفاعي شنونکو ترمخه دا یو عملي او سیاسي ګام دی، تر څو په غزه کې روان نسل‌وژنه پای ته ورسېږي

د غزه امن بورډ، د امنیتي او دفاعي شنونکو ترمخه دا یو عملي او سیاسي ګام دی، تر څو په غزه کې روان نسل‌وژنه پای ته ورسېږي

پاکستان د فلسطین په غزه کې د تل پاتې امن لپاره د غزه امن بورډ کې د ګډون کولو پریکړه کړې ده او ویلي ی دي چې د پاکستان لوري د غزه په امن بورډ کې ګډون به د پاکستان لوري د فلسطیني اولس د غوښنو سره سم ، د ملي ګټو او د ملګرو ملتونو د پلان ترلاندې ترسره شي

د چارواکو لوری په خپو ریو پیغام کې ویل شوي دي چې دا ګډون د ګڼو مهمو هېوادونو له ملاتړ څخه برخمن دی، چې پکې یو شمېر اسلامي هېوادونه هم شامل دي. ترکیه، متحده عربي امارات او نور هېوادونه لا ګډون کړی او نور هم ورسره یوځای کېږي.

پاکستان له تیرو کلونو راهیسي په نړیوالو فورمونو او د ملګرو ملتونو د امنیت په شورای کې د فلسطین د غزه د تل امن لپاره غږ پورته کړې دې او د فلسطین مسلمانانو لپاره ی د یو آزاد او خپلوک ریاست چې القدس ی مرکز وي،غوښتنه کړې ده

د امریکا او ملګرو ملتونو لوري د غزه امن پلان یو بشپړ پلان دې او په دې وروستیو کې یو شمیر اسلامي هیوادونو ته هم په دې پلان کې د ګډون وړاندیز وکړو چې موخه ی داده چې دا هیوادونو د غزه د امن په ټینګولو کې او په ټوله سیمه کې د امن او ثبات لپاره عملي رول ولوبوي

د غزه امن ددې لوی پلان او بورډ بنیادي مقصد دادې چې په غزه کې د تل پاتې امن او سولې راشي ، د فلسطیني ولس حقونه، خپلواک دولت، او ددوی آزادي او خپلواکي خوندي کړي.
ددې لوی پلان او بورډ جوړولو یو لوی مقصد دا هم دې چې د غزه پر شمول په ټوله سیمه کې امن او ثبات ټینګ شي

د غزه امن بورډ: امن او ثبات لپاره یوه تاریخي پریکړه

د فلسطین غزه پر سیمه کې د تیرو دو کالونو راهیسي د امن یوه لویه ستونزه رامنځته شوې ده او تراوسه د اسرایلي ځواکونو او د حماس ډلې ترمنځ نښتو کې په زرګونو فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي دي چې زیات شمیر پکې د ماشومانو او ښځینه وکړو دې

د امنیتي او دفاعي شنونکو ترمخه دا یو عملي او سیاسي ګام دی، تر څو په غزه کې روان نسل‌وژنه پای ته ورسېږي، چې پکې د ګڼو مهمو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو، ګډ ګډون د فلسطیني ولس د ګټو د ساتنې لپاره ترسره کېږي.

د دفاعي څیړنکارانو ترمخه دا د نړیوال نظام په چوکاټ کې د پاکستان د وزن، نفوذ او اهمیت رسمي پېژندنه ده

پاکستان له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې له امریکا، چین او روسیې سره هېڅ لویه شخړه نه لري، بلکې له ټولو سره ستراتیژیکې دوستانه اړیکې لري، همدې ځانګړتیا پاکستان ته دا وړتیا ورکړې چې د سولې لپاره د پُل رول ولوبوي، په داسې نړیوال نظام کې چې له بې‌ثباتۍ او بدلون سره مخ دی.

پاکستان په نړۍ کې د بلاک سیاست برخه نه دی، له ټولو هېوادونو سره اړیکې ساتي او خپل ستراتیژیک خپلواکي خوندي کوي، پاکستان یو داسې هیواد دې چې به دې باور نه لری چې یا دا او یا هغه غوره کړي بلکی پر ځای ددې پاکستان یو توازن او منځنۍ سیاست غوره کوي چې د اجتماعي ګټو پر حاصلولو تمام شي

د دفاعي څیړنکارانو ترمخه د پاکستان بهرنۍ تګلاره تل د ملي ګټو او اصولو پر بنسټ ولاړه ده. که چین وي، که هند، که کشمیر وي او که فلسطین ، پاکستان هېڅکله هم له خپل اصولي دریځ څخه نه دی اوښتی.
د غزې او کشمیر په اړه د پاکستان دریځ ثابت، قانوني او د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ ولاړ دی ، پاکستان تل له اسراییلو سره د اړیکو نه منل ، د فلسطین خپلواک دولت ملاتړ

القدس الشریف د فلسطین پلازمېنه او کشمیر د شخړې سیمه ګڼل، چې وروستۍ پرېکړه یې باید د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د رېفرنډم له لارې وشي.

د دفاعي شنونکو ترمخه په داسې حال کې چې نړیوال جیوپولیټیک درزونه ژورېږي، بې‌طرفي نور د حکمت نښه نه ده، بلکې د اغېز له لاسه ورکولو معنا لري. د اسلامي نړۍ د تر ټولو پیاوړي پوځي ځواک لپاره چوپ پاتې کېدل ستراتیژیک تاوان دی.

د پاکستان اعتبار یوازې په خبرو نه، بلکې په عمل ولاړ دی. د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې ماموریتونو کې دوامدار ګډون پاکستان ته نړیوال باور ورکړی دی.

د فاعي څیړنګارانو ترمخه په داسې وخت کې چې په نړۍ کې هره ورځ د ځواک توازن بدلیږي د پاکستان شتون یو اختیاري نه بلکې ستراتیژیک ضرورت دې او هم دا وجه ده چې پاکستان باید د غزه د امن لپاره خپل فعال رول ولوبوي

آیی ایس ایف او د امن بورډ ترمنځ توپیر

دلته باید ددې ټکې تشریح او یادونه وشی چې پاکستان د انټرنیشنل سټیبیلایزیشن فورس په اړه خپل روښانه دریځ بیا بیا نړۍ ته ور په ګوته کړې دې ، پاکستان تل ویلي دي چې د پاکستان ځواکونو ګډون به صرف د ملګرو ملتونو د تګلارې ، د پاکستان او فلسطیني اولس د غوښتنو سره سم وي

دلته باید دا هم یادونه وشی ، چې د چارواکو ترمخه د امن بورډ د نړیوال ثبات ځواک سره پرتله به ناسمه وی او امن بورډ د آیی ایس ایف سره پرتله به غیرمنظقي او له واقعي حالاتو سره بې ځایه وي

Related Articles

ارپنګا بریال په امریکا کې د کوپرنیکس نړیوال ساینس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکوي

January 29, 2026

د امریکا لوري افغانستان طالبانو حکومت سر دې مالي مرستو په اړو یو شمیر شکونه او اندیښنې مخې ته راغلي دي

January 29, 2026

د نیپاه وژونکي وایرس په اړه هندي چارواکي له ډسمبر ۲۰۲۵ راهیسې په لوېدیځ بنګال کې یوازې د دوو پېښو اعتراف کړې دې

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *