پاکستان به اروپايي ټولنې سره د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه د
یورپین یونین-پاکستان بزنس فورم لوړپوړی سوداګریز فورم د ۲۰۲۶ کال د اپرېل پر ۲۸مه او ۲۹مه په اسلاماباد کې کوربهتوب کړي.
دغه دوه ورځنی فورم به په سرینا هوټل کې ترسره کېږي او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به یې پرانیسته کوي.
دغه فورم د اروپايي ټولنې، د هغې د غړو هېوادونو او د پاکستان د حکومت په همکارۍ تنظیم شوی دی. موخه یې دا ده چې سوداګر، پالیسي جوړوونکي او مالي ادارې سره راټولې کړي تر څو اقتصادي خبرې عملي همکاریو او پانګونې ته واوړي.
د یورپ یونین – پاکستان اقتصادي اړیکو نوی پړاو
پاکستان او اروپايي ټولنه له ۶۰ کلونو زیاتې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري. دا فورم د دواړو لورو ترمنځ د شراکت د نوي پړاو پیل بلل کېږي، چې تمرکز به یې پر سوداګرۍ، پانګونې او اوږدمهاله اقتصادي همکاریو وي.
چارواکي وایي، دغه غونډه به د پریکړه کوونکو او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو جوړولو لپاره یو مهم پلیټفارم وي او پاکستان به د نړیوالې پانګونې لپاره د یوه جدي او باوري بازار په توګه معرفي کړي
د جي پي ایس پلس سکیم له لارې د اروپايي ټولنې بازار ته د پاکستان لاسرسی په تېرو لسو کلونو کې د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی. خو په دغه فورم کې به تمرکز یوازې پر سوداګریزو امتیازاتو نه وي، بلکې پراخو پانګیزو همکاریو ته به پراختیا ورکړل شي.
اروپايي ټولنه به خپله د ګلوبل ګیټ وې ستراتیژي او د اي ایف ایس ډي پلس تمویلي وسایل معرفي کړي، په داسې حال کې چې د اروپايي پانګونې بانک ،ای آیی بي او نور مالي بنسټونه به د انرژۍ، زیربناوو، ډیجیټل ټکنالوژۍ او نورو سکتورونو لپاره د تمویل فرصتونه وړاندې کړي.
پانګونه، سکتورونه او سوداګریز فرصتونه
په فورم کې به د شین اقتصاد، کرنې، انرژۍ، ټوکر او څرمن صنعت، ډیجیټل خدماتو، روغتیا، نوښت، نښلونې او زیربناوو په برخو کې پانګیز فرصتونه نندارې ته وړاندې شي.
له ۲۴۰ میلیونو څخه د زیاتو وګړو نفوس او مهم جغرافیایي موقعیت له امله، پاکستان د سویلي او مرکزي اسیا، منځني ختیځ او نورو سیمو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د یوه مهم مرکز په توګه وړاندې کېږي.
د یورپین یونین او پاکستان بزنس نیټورک پیل
د فورم یو مهم اعلان به د یورپین یونین پاکستان بزنس نیټورک د شبکې پرانیسته وي، چې په پاکستان کې د فعالیت کوونکو اروپايي شرکتونو ترمنځ به همغږي رامنځته کړي.
دا شبکه به له دولتي ادارو سره د خبرو اترو لپاره پلیټفارم وي، د سوداګریز چاپېریال د ښه والي لپاره به کار کوي او د اروپايي او پاکستاني شرکتونو ترمنځ به منظمې او پیاوړې اړیکې رامنځته کوي.
فورم څنګه پرمخ ځي: غونډې او پروژې
دغه دوه ورځنی فورم به لوړپوړي بحثونه، د سکتورونو ځانګړې ناستې، نندارتونونه او پراخې سوداګریزې اړیکې ولري چې پکې به د سوداګر له سوداګر بي ټو بي او سوداګر له حکومت بي ټو جي ناستې ترسره شي، په داسې حال کې چې د پاکستان د پانګونې بورډ به ټاکل شوې پانګیزې پروژې وړاندې کړي. پانګوال به له اروپايي او پاکستاني مالي ادارو سره د تمویل پر لارو چارو هم خبرې وکړي.
دا فورم ولې د پاکستان اقتصاد لپاره مهم دې؟
اروپايي ټولنه د پاکستان دوهم ستر سوداګریز شریک او تر ټولو لوی صادراتي بازار دی. په ۲۰۲۳ کال کې د دواړو ترمنځ سوداګریز حجم نږدې ۱۲ میلیارده یورو ته رسېدلی، چې دا د پاکستان د ټولې سوداګرۍ له ۱۵ سلنې څخه زیات جوړوي.
په داسې وخت کې چې پاکستان هڅه کوي صادرات زیات کړي او بهرنۍ پانګونه راجلب کړي، دا فورم د دې فرصت په توګه کتل کېږي چې نړیوالو ته دا پیغام ورکړي چې پاکستان د سوداګرۍ لپاره پرانیستی، د اصلاحاتو ملاتړ کوي او د دوامدار اقتصادي ودې پر لور روان دی.
راتلونکې لوی پلان
د یورپین یونین پاکستان بزنس فورم ۲۰۲۶ یوازې یوه غونډه نه بلل کېږي، بلکې دواړه لوري غواړي دا یو عملي پلیټفارم وګرځي چې واقعي اقتصادي پایلې، پانګیز تړونونه او اوږدمهاله سوداګریز شراکتونه رامنځته کړي.