...

 تاجکستان: له افغان خاورې راداخلیدونکي څلور ترهګر مو له منځ وړي

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې
په دې وروستیو کې د تاجک او افغان پر سرحد چینایی وګړو بریدونه زیات شوي دي چې په سیمه ایزو هیوادونو کې ی اندیښنې را اوچتې کړي

تاجکستان حکومت په سرحدي سیمو کې پر تاجک ځواکونو برید کوونکي وسله واله واله ډله ترهګره ګرځولې ده

د تاجکستان لوړه پوړه حکومتي  چارواکو ویلي دي چې له ګاونډي هېواد افغانستان څخه هغه  څلور کسان یې وژلي دي، چې په رسمي ډول ی تاجک حکومت ترهګر بولي او تاجکستان سیمې ته د رادخلیدلو پر مهال وو

د نړیوالې خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي او له افغان لوري په چینایی وګړو د ډرون برید هم ترسره شوې دې

د تاجکستان د امنیتي ادارو په وینا، دا عملیات د جنوبي خاتلون په سیمه کې هغه مهال ترسره شول، کله چې وسلوالو کسانو د وسلو ایښودلو څخه انکار وکړ او تاجکي ځواکونو پر دوی ډزې پیل کړې

د تاجک چارواکو په وینا، د نومبر له میاشتې راهیسې د افغانستان سره پر پوله لږ تر لږه د دې ډول پنځه پېښې شوې دي، چې په ټولیز ډول پکې ۱۶ کسان وژل شوي دي په دې وژل شویو کسانو کې د یو چینایی شرکت چینایی وګړي هم شامل دي چې له افغان خاورې د بمي ډرون برید ترهدف لاندې راغلل

د نړیوالې خبري اژانس د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې تاجک سرحدي ساتونکي، چینایي وګړي او هغه کسان شامل دي چې د تاجک حکومت له خوا د نشه ی توکوو سمګلران او ترهګر بلل کیږي

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د تیرکال ۲۰۲۵ د نومبر په میاشت کې پر چینایي وګړو له بریدونو وروسته، تاجک چارواکو د افغان طالبانو له حکومت څخه غوښتي وو چې په دې بې‌ثباته سرحدي سیمه کې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي دا هم باید یادونه وشی چې د تاجکستان حکومت لوري په سرحدي سیمو کې په تاجک ځواکونو برید کوونکي ترهګر ګرځول شوي دي او تاجک حکومت له افغان طالبانو هم غوښتي چې دې ترهګرو پر ضد دې اقدام وکړي

نورخبرونه: افغانستان  لوري د چینايي کارکوونکو پر ضد وسله‌وال ډرون بریدونه شوی: تاجکستان

پاکستان  له افغان خاورې  په تاجکستان د ډرون برید غندلی،  دا ی یو لوی  جدي ګواښ ګرځولې

په بدخشان کې پر چینايي وګړو  برید په تړاو تر دوو درځنو زیات کسان نیول شوي

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.