تازه خبرونه

افغان طالبانو د پاکستان پر ضد د ترهګرو ګمارنې پیل کړي دي

یو لور ته افغان طالبان ادعاوی کوي چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي خو بل لو د افغانستان په کونړ کې د ټي ټي ، جماعت الاحرار او ګل بهار ډلو کې نوې ګمارنې پیل شوي
د ټي ټي پي پر ضد اقدام نه کولو له امله د پاکستان او افغانستان اړیکې ډیرې خرابې شوي دي

افغانستان کابل کې د سرچینو ترمخه دا ګمارنې د یوې منظمې ستراتیژۍ برخه ده، چې څارنه یې د جي ډي آی بدنامه او د پاکستان ضد څېره ډاکټر بشیر کوي

د افغان طالبانو تر سرپرستۍ لاندې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو د جلب و جذب  بهیر پیل شوې دې

 د افغانستان د کنړ ولایت د شیلټن ولسوالۍ د بیلي کلي کې په لوی شمېر خلکو د جماعت الاحرار ډلې سره  بیعت اعلان کړی دی۔

 په بیعت کوونکو ډله‌ییزو مشرانو کې مولوي ذبیح الله ،افغان مهاجر، مولوي ابرار ،پاکستانۍ، حاجي ګل افغان مهاجر، مفتي الیاس پاکستانۍ،  مولوي حامد باچا افغان مهاجر، او صدام عرف ارشد پاکستانۍ شامل دي۔

 دا هغه کسان دي چې په ۲۰۱۶ کال کې له ټي ټي پي څخه جلا شوي وو او د افغان طالبانو برخه ګرځېدلي وو، وروسته یې وسله واله مبارزه پرېښوده او په کنړ کې په شخصي چارو بوخت شول

په دې کسانو کې ځینې هغه دي چې هلته د نام‌نهاد مهاجرت ژوند تېروي او پاکستانی تابعیت لري، او یوه لویه برخه یې هغه کسان دي چې د افغان طالبانو برخه پاتې شوي وو، چې د هغوی کورنۍ په وروستیو ورځو کې له پاکستانه ایستل شوې دي۔

د افغان طالبانو له لوري په کنړ، پکتیا او پکتیکا کې دا تګلاره خپله شوې چې له پاکستانه تښتېدلي هغه کسان چې له ترهګرۍ سره تړاو نه لري او همدارنګه له پاکستانه ستانه شوي افغان مهاجرین دې دې ته اړ ایستل شي چې د دولتي اسانتیاوو د ترلاسه کولو لپاره باید د کورنۍ یو غړی د کومې ترهګرې ډلې برخه وګرځي۔

د سرچینو له مخې، په کنړ کې د جماعت الاحرار لپاره، او په خوست، ننګرهار او پکتیکا کې د ګل بهادر ډلې لپاره د جلب و جذب اسانتیا برابریږي۔

د کابل له سرچینو سره سم، دا ګمارنې د یوې منظمې ستراتیژۍ برخه ده، چې څارنه یې د جي ډي آی بدنامه او د پاکستان ضد څېره ډاکټر بشیر کوي، چې په پنجشیر کې شتون لري ، خو په عملي ډول د پاکستان ضد ترهګرو د اسانتیا برابرولو مسؤلیت هم پر غاړه لري۔

له بلې خوا، د پاکستان په سرحدي ولایتونو کې د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې هغه ټاسک فورس چې په ظاهري ډول د ټي ټي پي د مخنیوي لپاره جوړه شوې وه او مشري یې د خوست پخواني والي مولوي قاسم خالد ته سپارل شوې، هم په دغو ګمارنو کې همکاري کوي۔

د سرچینو له مخې، د یوې منظمې پلان جوړونې له مخې به په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نوي ګمارنې  شوي پاکستانی اتباع او افغان مهاجرین په مخکښ لیکه کې ودرول شي، او افغان اتباع به شاته وساتل شي، تر څو دا دعوه وشي چې طالبانو افغان وګړي له ترهګرۍ څخه منع کړي دي۔

یو لور ته افغان طالبان دا ادعا کوي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي، خو بل لور ته د ترهګرو ډلو ګمارنې  روانې دي۔

دلته یاد یادونه وشی چې افغان طالبان هغه پاکستانی اتباع چې ترهګري یې پرېښې او په افغانستان کې مېشت دي، او همدارنګه له پاکستانه ستانه شوي افغان مهاجرین، او هغه روزل شوي خو له دندو لیرې کړل شوي کسان دې ته اړ باسي چې د ټي ټي پي، جماعت الاحرار او د ګل بهادر ډلې برخه وګرځي۔


خبرتیا: دا لیک د لیکونکي د خپل نظر سره تړاو لري، هندوکش ټریبیون سره څه تړاو نه لري

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *