تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا کې پر پولیسو بریدونه: دوه پولیس اهلکار شهید کړې شول

یو پولیس اهلکار به بنو او بل د پولیس اهلکار په کوهاټ کې هدف وګرځول شو
د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې ترهګریز بریدونو خلکو کې ډار خپور کړې

د خیبر پښتونخوا په پولیسو ترهګریز بریدونه زیات شوي ، ترهګر وایی ددوی اصلي هدف امنیتي ځواکونو او پولیس دي (فایل فوټو، پولیس اهلکار، مصدق)

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې پولیس اهلکار د ترهګرو هدف ګرځیدلې دي او په دو پیښو کې دوه پولیس اهلکار شهیدان شوي دي

د سرچینو ترمخه په بنو کې د نامعلومو کسانو د ډزو له امله یو پولیس سرتېری د خپل کور مخې ته شهید شوی دې

د پولیسو په وینا، موټرسایکل سپرو کسانو د هوېد پولیس  تاڼې په حدودو کې پر پولیس اهلکار اقبال مزنګا ډزې کړې دي

پولیس زیاتوي چې شهید اقبال مزنګا په یوه پولیس چوکۍ کې دنده ترسره کوله، پولیس وایی د  د پېښې وروسته د سیمې امنیتي ځواکونه د ځای پر لور رسېدلي دي او پلټنې روانې دي

بل لوري ته د خیبر پښتوخوا په کوهاټ کې هم یو پولیس اهلکار د ترهګرو له لوري شهید شوې دې

د سرچینو ترمخه د کوهاټ پولیس فورس اې ایس آیی مصدق له ترهګرو لوري په ډزو وویشتل شو او شهید شو دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې په دې وروسیتو کې د کالعدم ټي ټي پي لوري داسې اعلامیی خپرې شوي دي چې ددوی هدف پولیس او امنیتي ځواکونه دي او هم دې ډلې تراوسه پورې د یو شمیر بریدونو او د پولیسو وژنو ذمه واري هم په خپله غاړه اخستې ده

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *