تازه خبرونه

 افغانستان کې ښځو لپاره سپورټس جرم شو

د افغانستان په هرات ولایت کې یوه ښځینه تکواندو ټریننګ ورکونکې له افغان طالبانو له لوري ونیول شوه، په داسې وخت کې چې هغې نوروجونو له د تکواندو ټریننګ ورکول
د کال ۲۰۲۱ څخه وروسته چې افغان طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړې نو په ښخو ی یو شمیر بندیزونه لګولې دي

په هرات کې له افغان طالبانو له لوري دې ښځینه روزوونکې سره د هغې پلار هم نیول شوې دې او زندان ته لیږدول شوي دي

په افغانستان کې د ښځو له لوري په سپورټي فعالیتونو کې  ګډون جرم بلل شوی او افغان طالبانو د تکواندو یوه ښځینه روزونکې نیول شوې ده

د راپورونو له مخې، د ۲۲ کلنې ښځینه تکواندو انسټرکټره خدیجه احمدزاده د طالبانو د امر بالمعروف پولیسو له خوا  نجونو ته په پټه د روزنې ورکولو په تور نیول شوې او زندان ته لېږدول شوې ده

 دا نیونه وروسته له هغې شوې چې په افغانستان کې  ښځو پر سپورټي فعالیتونو سخت بندیزونه لا نور هم سخت شوي دي

د رُخشاناه مېډیا د معلوماتو له مخې، خدیجه احمدزاده د لوېدیځ ښار هرات په یوه استوګنیزه ودانۍ کې د پارکینګ په ساحه کې نجونو ته تکواندو کراټې ټریننګ ورکولو  چې د چاپې پر مهال ونیول شوه

د سرچینو ترمخه په ټریننګ کې نورې  زده کوونکې وتښتېدې، خو خدیجه، د هغې پلار او د ودانۍ مالک نیول شوي او د هرات مرکزي زندان ته لېږدول شوي دي

ځايي سرچینې وایي، دا هڅه د ښځو پر سپورټي بندیزونو د تېښتې لپاره شوې وه۔ د پېښې وروسته د خدیجه احمدزاده ټولنیزې شبکې هم بندې کړل شوې دي۔

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې کله نه چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال وروسته افغان طالبانو واک راغلې نو د ښځو پر تګ راتګ، زده کړو او عامه فعالیتونو تر ۱۵۰ زیات بندیزونه لګول شوي دي

دا هم باید یادونه وشی چې په افغانستان کې سره له دې بندیزونو د ښځینه وګړو  پټه روزنه هم د خاموش مقاومت په توګه ګڼل کېږي

Related Articles

په جده کې د او آیی سي غونډې په ترڅ کې قطر د افغانستان په اړه د رابطه ګروپ استازو ترمنځ یوه مهمه غونډه کې د افغانستان په اړه د متوازي ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړې

January 18, 2026

د ضلعي انتظامیی له لوري اعلامیه خپره شوې چې خلک دې په تګ راتګ کې له ډیر احتیاط کار واخلي او خپل فعالیتونه دې محدود کړي

January 18, 2026

افغان طالبانو وایی چې له تورخم څخه۵۷۳ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي

January 18, 2026

سردار آیاز صادق وویل پاکستان یو ګاونډي هیواد سره شخړه لري چې هغه زموږ د هیواد ماشومانو د ژوند سره لوبې کوي

January 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *