تورخم/کابل: د افغانستان د طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء هیواد ته واپس راستانه شویو افغان کورنیو په اړه د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې
راپور د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۲۷هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۲۷هـ ل نېټې سره، سمون خوري، په راپور کې وایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي دي
راپور زیاتوي چې واپس راستانه شوي افغان مهاجرنیو ته په بېلابېلو برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي او خپلو کورونو ته لیږدول شوي دي
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳) کورنیو سره مجموعًا (۲۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۷۶۲)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۴۱۹)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د سپین بولدک له لارې (۵۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸۰)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
له سپین بولدک څخه (۲۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۵)تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۱۵۶۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۸)کورنیو سره مجموعًا (۴۲۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۵۲۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۸)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د تورخم له لارې (۴۱۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۳۰۲)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
له تورخم څخه (۵۸۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۳۳۳)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۳۸۴۹۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له(۵۸۷)کورنیو سره مجموعًا (۴۹۳۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۱۹)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدارنګه په تورخم کې د عامه پوهاوي په موخه د لیکنو لړۍ هم جریان لري.
د بهرامچې له لارې (۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۱)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د هلمند له بهرامچې څخه (۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۸)تنه و، لښکرګا، دیشو او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۱۰۳۷۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶)کورنیو سره مجموعًا (۱۵۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
له کابل څخه (۷۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱۸)تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۳۵۸۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۴۹۱)کورنۍ او (۲۷۱۸)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۶۹۰)کورنۍ او (۳۹۲۴)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۶۵۴)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۵۵۷)عــــدده