د پاکستان قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ویلي دي چې په پارلیمان کې به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د پاکستان د پاکستان آرمي او عدلیې پر ضد خبرې وکړي
په لاهور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ایاز صادق وویل چې زما مشوره دا ده چې پارلیمان ته راشئ او د ولس خدمت وکړې ،زیاته ی کړه چې که احتجاج سولهییز وي نو هېڅوک به پرې اعتراض ونه لري، او که د اپوزېشن مشر سمې خبرې کوي نو هغه ته به د خبرو موقع هم ورکول کېږي
هغه زیاته کړه چې دا د هغه مسوولیت دی چې په پارلیمان کې د پاکستان پر ضد خبرې ونه شي او ټینګار یې وکړ چې د پوځ او عدلیې پر ضد خبرې به هېڅ صورت کې نه زغمل کیږي
د قومي اسمبلۍ سپیکر وویل، نن داسې کوم هېواد نشته چې پاکستان ورسره دوستي ونه لري، مافیاګانې په ټوله نړۍ کې شته، خو حق او رښتیا د هغوی پر وړاندې خنډ ګرځي ایاز صادق دا هم وویل چې هغه له وزیراعظم سره مشوره کوي او وزیراعظم هېڅکله هغه نه دی درولی، نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان بهرنۍ پالیسۍ هېڅکله هم دومره ښه وضعیت نه درلود لکه نن چې لري، خو یوازې له یوه ګاونډي هېواد سره ستونزه شته چې زموږ د ماشومانو له ژوند سره لوبې کوي