تازه خبرونه

   کوهستان کرپشن سکینډل: د ۳۰-۴۰ اربو روپو کرپشن کې یو بل ملزم ونیول شو

د قامي احتساب ادارې دفتر د معلوماتو ترمخه د امیر زیب په بانکي حسابونو کې له ۳۵ کروړه او ۷۲ لکه روپیو څخه زیاته اندازه پیسې ترانسفر شوې وې
سرچینو وایی د نیول شوي تن تعلق د جې یو آیی سره دې

له دې وړاندې هم د کوهستان په دې لوی کرپشن سکینډل کې یو شمیر نور سرکاري اهلکار هم نیول شوي دي

د خیبر پښتونخو صوبایی حکومت په کوهستان سیمه کې په سرکاري فنډونو کې د ۳۰ څخه تر ۴۰ اربو روپو پورې د کرپشن په کیس کې یو بل مهم تن هم نیول شوې دې

د سرچینوترمخه ایبټ آباد کې نیب د کوهستان د کرپشن سکینڈل په قضیه کې ښکېل امیر زیب نیولی دی

سرچینې وایي، نیول شوی ملزم د جمعیت علمائے اسلام سره تړاو لري او احتساب محکمې امیر زیب د لسو ورځو فزیکي ریمانډ لپاره د نیب واک ته سپارلی دې

د نیب په وینا، د امیر زیب په بانکي حسابونو کې له ۳۵ کروړه او ۷۲ لکه روپیو څخه زیاته اندازه پیسې ترانسفر شوې وې

سرچینې وایی چې ملزم به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۷مه بیا د احتساب محکمې ته وړاندې کړل شي۔

دا سکینڈل د اپر کوهستان په سیمه کې د سرکاري فنډونو د شاوخوا ۳۰ څخه تر ۴۰ اربه روپیو د مبینه غبن ستره قضیه بلل کېږي، چې پکې سرکاري ادارې، بانکي افسران او قراردادیان په مبینه توګه په کرپشن کې ککړ دې

تر دې وړاندې د کوهستان د ډسټرکټ اکاؤنټس افسر او آډیټر په ګډون یو شمېر نور افسران هم نیول شوي دي۔

دا هم مهمه ده چې له دې وړاندې  مرکزي ملزم قیصر اقبال او د هغه مېرمن هم د قانون منګولو ته سپارل شوي دي

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *