اسلام آباد: د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ په اوونیز مطبوعاتي بریفنګ کې په یو شمیر سیمه ایزو او نړیوالو مهمو موضوع ګانو باندې د رسنیو پر وړاندې د پاکستان دریځ وړاندې کړو
د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د اوونیز مطبوعاتي بریفنګ په پیل کې وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان مهمې سفارتي او د نړۍ په کچه اړیکې پراخې او فعاله پاتې شوې دي
د قطر امیر او وزیراعظم شهباز شریف ټیلیفوني خبرې
ویاند وویل چې پرون وزیراعظم محمد شهباز شریف ته د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني لوري ټیلیفون راغلو او وزیراعظم ورسره په مهمه ټکو خبرې وکړې
ویاند وویل چې د دواړو دوست هیوادونو مشرانو د پاکستان او قطر ترمنځ پر قوي ورورولیزو اړیکو د خوښۍ څرګندونه وکړه او د منځني ختیځ پر روان وضعیت یې هم خبرې وکړې
ویاند وویل چې وزیراعظم شهباز شریف د سیمې د سولې لپاره د قطر د منځګړیتوب رول وستایه او ډاډ یې ورکړ چې پاکستان به هم د سیمې د امن او ثبات لپاره خپل مثبت رول ته دوام ورکړي
د دواړو هیوادونو مشرانو په دې اتفاق وکړو چې په راتلونکې وخت کې به هم دوی نزدې اړیکې وساتي
د ولسمشر زرداري د بحرین رسمي سفر
د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابی وویل چې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د ۱۳م جنورۍ څخه تر ۱۶م د جنورۍ پورې د بحرین په رسمي سفر دې
ویاند وویل چې د سفر پر مهال ولسمشر د بحرین له باچا شیخ حماد بن عیسی الخلیفه سره هم ولیدل۔ په خبرو کې پر سوداګرۍ، پانګونې، دفاعي همکاریو، د پاکستانیانو ستونزو او نړیوالو چارو خبرې وشوې۔ ویاند وویل چې د بحرین باچا ولسمشرآصف زرداري ته د شیخ عیسی لوی انعام هم ورکړو
د او آیی سي بېړنۍ غونډه کې د اسحاق ډار ګډون
د بهرنیو چارو ویاند اوویل چې مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اسلامي نړۍ همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په بېړنۍ غونډه کې هم تیره اونۍ ګډون وکړ۔ هغه د اسرائیلو له خوا د صومالېلنډ پېژندنه غیر قانوني او د صومالیا پر خپلواکۍ برید وباله
ویاند وویل چې اسحاق ډار د او آیی سي په غونډه کې دا کار د سیمه ایزو هیوادونو لپاره یو لوی ګواښ وباله
ویاند وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اسلامي نړۍ هیوادونو سازمان په دې مهمه غونډه کې د فلسطینیانو د جبري بېځایه کېدو هر ډول وړاندیز رد کړ او د فلسطین یو آزاد او خپلواک ریاست پر اصولي دریځ یې ټینګار وکړ، چې پلازمېنه یې القدس الشریف وي
ویاند اوویل چې د او آیی سي په دې مهمه غونډه کې د پاکستان استازې اسحاق ډار د اسلامي نړۍ هیوادونو سازمان لوري د جمو او کشمیر د شخړې د حل لپاره د پرلهپسې ملاتړ ستاینه وکړه
ویاند ټینګار وکړو چې مرستیال وزیراعظم له او آئي سي وغوښتل چې د جمو او کشمیر د خلکو د حق خودارادیت او د آزادۍ حق د عملي کېدو لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي
ویاند وویل چې د او آئي سي فوق العاده غونډې د اسلامي امت پر وړاندې د پرتو بېلابېلو ستونزو، په ځانګړې توګه د صومالیا د وضعیت په اړه د غړو هېوادونو ګډ عزم څرګند کړ او نړیوالې ټولنې ته یې د دولتي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د اصولو د ساتنې په اړه یو روښانه پیغام ورکړ
ویاند وویل چې د او آئي سي د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د غونډې په څنډه کې، مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اذربایجان، بنګله دېش، مالدیپ او مصر له خپلو سیالانو سره جلا جلا لیدنې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې هغه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر او د او آئي سي له عمومي منشي سره هم غونډې وکړو او په سیمه ایز وضعیت ی ورسره خبرې وکړې
ویاند وویل چې په جده کې د خپل سفر پر مهال، مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د قونسلګرۍ د نوې ودانۍ رسمي پرانسته هم وکړه۔
هغه د او آیی سي نوي سفارتي ودانۍ په انګړ کې د پاکستان ملي بیرغ هم پورته کړ، وروسته یې پټۍ پریکولو سره رسمي پرانسته وکړه، د یادګاري تختې پرده ی پورته کړه او د نوي سفارتي ودانۍ په چمن کې یې ونه هم نال کړه
نورخبرونه: پاکستان د هند پوځ مشربې بنیاده تورونه په کلکه رد کړي